د غزني اوسېدونکي وایي، د دې ولایت یو شمېر لرغونې ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې د دغو لرغونو ابدو د مرمت او رغونې په پار هلې ځلې وکړي.
د غزني اوسېدونکی نصیر احمد وايي: «د شهر کهنه ښار شاوخوا دېوال خراب شوی دی، د خواجه ملک یار پرنده زیارت ډېر د تخریب په حالت کې دی؛ نو له دې اړخه د اسلامي امارت له مسوولینو څخه غوښتنه کوو چې پهدې ارتباط باندې جدي توجه وکړي.»
د غزني یو بل اوسېدونکی نوراجان زیاتوي: «د غزني تاریخي ابدې په ښه حالت کې نهدي، موږ له خپل حکومته غوښتنه کوو چې د غزني ټولې تاریخي ابدې جوړې کړي.»
بل خوا د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان هم مني چې پهدې ولایت کې نږدې نهه لرغونې آبدې بیړنۍ بیارغونې او مرمت ته اړتیا لري. دوی زیاتوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته یې د دغو ابدو د مرمت او بېارغونې وړاندیز کړی دی.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار زیاتوي: «شاوخوا نهه ابدې دي، هغه ابدې دي چې هغه بیا رغولو ته اړتیا لري او موږ د دې لپاره وخت ناوخت له عامه ابدو نه لېده او کاته هم کوو، هغه څه چې زموږ په وس کې کېږي، خپلې هلې ځلې مو کړي او دا موضوع مو له وزارت او همداراز له سیمهییزو مسوولانو سره شریکه کړې ده.»
بلخوا د غزني یو شمېر نور غزني میشتي د دغه ولایت له نورو اوسېدونکو غواړي چې د لرغونو ابدو په ساتنه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره همکاري وکړي.
د غزني اوسېدونکی سید محمد اغا حسیني وايي: «زه د ټولنې له ټولو خلکو غوښتنه کوم چې له دولت سره اوږه په اوږه د تاریخي ابدو په ساتنه کې مرسته وکړي.»
د غزني یو بل اوسېدونکی سید نورالهدا هاشمي وايي: «موږ چې په غزني کې کومې ابدې لرو، دا موږ ته نیکونو په میراث راپرې ایښي او موږ پرې ویاړ کوو، باید ساتنه کې یې همکاري وکړو.»
غزني په ۲۰۱۳ کال کې د یونسکو سازمان له لوري د اسلامي نړۍ د تمدن پلازمېنې په توګه وپېژندل شو چې هغه مهال د دغه ولایت یو شمېر لرغونې ابدې مرمت او بېا ورغول شوې، خو د وخت په تېرېدو د نه پاملرنې او نامعیاري کار له امله بیا ویجاړې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه