Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سالنګ کې د مېوو او سبزیو پر خوسا کېدو نیوکې

د مېوو او سبزیو ځينې سوداګر د سالنګونو په لار د دوی د صادراتي او ټرانزیټي موټرو پر درېدو نیوکه کوي.

سوداګر وايي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې، د سالینګ په لار د مېوو او سبزیو څه باندې سل موټره خوسا شوي دي.

د مېوو او سبزیو د مارکېټ د عمومي شورا رییس عبدالغفور ناصري وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې د مېوو او سبزیو سوداګرو موټرو ته یو جلا لین جوړ کړي چې تل تګ راتګ وکړای شي. او زموږ موټر ونه درول شي. زموږ سوداګر ډېر زیانمن شول زموږ هر سوداګر د خپلې پانګې نیمايي زیان کړی دی.»

سوداګر طلا محمد غفوري هم څرګندوي:«په ډاګه درته ووایم ځينې موټر له نوبت پرته ځيږ د جمهوریت حکومت په څېر، فکر کوم ښايي ځینې وي او جګپوړي چارواکي خبر ونه وي. هغه موټر چې پیسې ورکوي هغوی ته اجازه ورکوي او هغه موټر چې په نوبت کې دي څلور - پنځه ورځې کېږي چې مالونه یې له منځه تللي دي.»

اخوا د کرنې او مالدارۍ خونه له سرپرست حکومته غواړي چې د سوداګرو دا ستونزه حل کړي. د دوی په وینا، که د سوداګرو دغه ستونزه حل نه شي، مجبور دي چې له هېواده خپلې پانګې وباسي.

د کرنې او مالدارۍ خونه ټينګار کوي، هغه ټرانزيټي توکي چې خوسا کېږي، د نړۍ په هېڅ هېواد کې د افغانستان په څېر پر لارو ډېر نه پاتې کېږي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس ناصري وویل:«زموږ وړاندیز دا دی چې د سوداګرو غږ واوري، د رومي، بامیې، کچالو او پیازو موټر دې د وسپنې، لرګیو او ډبرو سکرو موټرو ترڅنګ ونه دروي، ځکه دا خوسا کېږي. سوداګر زیانمن شول. په څو ځایونو کې ودرول شول. لکه مخکې چې ښاروالۍ یې یاده کړه. ښاروالۍ هم زموږ سوداګرو لپاره یو پاټک شوی دی.»

له ډېرو هڅو سره سره مو ونه کړای شول چې په دې تړاو د ټولګټو وزارت نظر ولرو.

د کرنې او مالدارۍ خونې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د مېوو او سبزیو په برخه کې څه باندې ۲۰۰ زره کسان په مستقیم او غیر مستقیمه توګه فعالیت لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه