Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بادغیس کې د زده‌کړیالانو له کموالي د خصوصي پوهنتونونو د مسوولانو شکایت

په بادغیس کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان وایي، په تېر څه باندې یو نیم کال کې یې د زده‌کړیالانو شمېر ۵۰ سلنه راټیټ شوی دی.

د دوی په وینا، د اقتصادي ستونزو په ګډون د ځینو نورو ننګونو له امله لږ شمېر زده‌کړیالانو د نوي ښوونیز کال لپاره نوم‌لیکنه کړې ده.

په بادغیس کې د یو خصوصي پوهنتون سرپرست شراف الدین مجیدي وايي: «له بده مرغه د پخوا پرتله سږ کال د بې‌وزلۍ، بې‌روزګارۍ او نورو شته ستونزو له کبله د نوم‌لیکنې ګراف پنځوس سلنه ښکته شوی دی.»

په بادغیس کې د یو بل خصوصي پوهنتون مسوول سید فهیم انتظار زیاتوي: «که دا لړۍ دوام پیدا کړي، د افغانستان خصوصي سکټور ښوونیز نظام ته جدي زیانونه رسېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر استادان هم په‌دې باور دي چې د سرپرست حکومت له لوري د لوستو ځوانانو د جذب په صورت کې به ځوانانو د هېواد پرېښودو ته اړ نه‌شي.

د پوهنتون استاد حشمت الله نظري وايي: «د قومي او مذهبي توپیر پرته دې تخصص ته په کتو په مناسبو ځایونو کې ځای پر ځای شي، پرته له دې چې پوښتنه ترې وشي چې کار دې کړی یا نه. د دوی وړتیاوو ته په کتو دې د حلکومت په اډانه کې جذب شي.»

بل‌خوا، د بادغیس سیمه‌ییز مسوولان وایي، سرپرست حکومت ځوانانو ته د کاري او ښوونیزو زمینو د برابرولو په برخه کې ژمن دی.

د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع الله متقي زیاتوي: «ځوانان په خپل هېواد کې پاتې شي، دوی به د پرمختګ لامل شي او دغه ډول به دوی ته هم د دې زمینه برابره شي او ان‌شاء الله امارت ډېره هڅه کوي.»

دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې په تېرو نږدې دوو کلونو کې زیات شمېر زده‌کړیالانو د اقتصادي ستونزو له امله له زده‌کړو ډډه کړې او له بلې خوا تر امر ثاني د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم تړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه