د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي، په دغه ولایت کې ۵۰۰ زده کوونکو ته د وړیا زدهکړو د زمینې له برابرېدو خبر ورکوي.
دوی زیاتوي هغه زدهکوونکي چې په خصوصي ښوونیزو مرکزونو کې د زدهکړو د لګښت وس نه لري له شپږو میاشتو راهیسې ورته په وړیا توګه د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي:«هغه وروڼه چې بې وزلي او غریب دي او د کورسونو د لګښتونو وس نهلري د دې لپاره هیله شده چې دلته په وړیا توګه زدهکړې وکړي موږ ښه ښوونکي لرو.»
ښوونکي عطاءالله ادیب وویل:«موږ د انګلیسي سیسټم لرو. دولس میاشتنی او شپږ میاشنی سیسټم لرو چې کابو ۳۶۰ تنه ځوانان په زدهکړو بوخت دي. او موږ هڅه کوو چې په راتلوونکي کال کې ډېر پروګرامونه زیات کړو.»
په دې ښوونیز مرکز کې د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، خطاطۍ، ښکلي لیکلو (خوش نویسۍ) او دیني زدهکړې ورکول کېږي.
زده کوونکی عین الدین فرخ وايي:«داسې ځوانان شته د دې وس نه لري چې کورسونو ته ولاړ شي د کمپيوټر یو پرګرام ولولي د ۷۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو پورې د ورکړې وس نه لري.»
بل زده کوونکی مقصود الله صالحي څرګندوي:«د ځوانانو لپاره دا موکه رامنځته شوې چې هغوی وکړای شي په بېلابېلو برخو کې تکنالوژیکي فعالیتونو زده کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په څېر څه باندې یو کال کې، زیات شمېر ماشومانو د فقر او وزګارۍ له امله، ښوونځي او زده کړو ته د تلو پرځای، د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره درنو کارونو ته مخه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه