Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اطلاعاتو او کلتو وزارت: له هېواده د ځوانانو تېښته یوه غمیزه ده

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې له هېواده د ځوانانو تېښته یوه غمیزه ده او اسلامي امارت هڅه کوي چې د دغې غمیزې مخه ونیسي.

د ځوانانو چارو معين ننګرهار کې په یوې خبري ناسته کې وايي چې اسلامي امارت د دې لړۍ مخنيوي لپاره د يوې اقتصادي طرحې پر جوړولو بوخت دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين محمد يونس راشد وویل:«له افغانستانه د ځوانانو تېښته کولای شو چې یوه غمیزه وګڼو. په خورا خواشینۍ سره زموږ په زرګونه ځوانان په ډېریو هېوادونو کې د بندي په توګه ژوند کوي. هغوی چې سفر کوي او او په دغو خطرناکو لارو ځي، له بې عزتۍ سره هم مخ کېږي، حتا د ځينو نامردو له خوا یې غوږونه هم پرې کېږي.»

د ښاغلي راشد په وینا، په راتلونکو څو ورځو کې به په پلازمېنه کابل کې داسې یو مرکز د پرانيستل شي چې ځوانان به په کې تر روزنې وروسته په آزاد یا فريلانس ډول نړۍوالې پروژې اخلي او له همدې لارې به ډېر عايد تر لاسه کوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين څرګندوي:«زموږ موخه دا ده چې د ځوانانو چارو د معینیت په چوکاټ کې، موږ د افغانستان د ځوانانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پلان لرو چې دغه کار ته ښه وده او پرمختګ ورکړو.»

اخوا ځینې ننګرهار مېشتي له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې پر ځوانانو پانګونه زياته کړي او د هغوی د علمي وړتياوو، تجربو او مسلکيتوب د ضايع کېدو مخه ونيسي.

محصل محمد بلال وویل:«د حل لار دا ده چې د مسلک پر بنسټ ورته دنده پیدا شي. وروسته په هغې اندازه چې اړتیا یې ده ورته معاش ورکړل شي.»

د ننګرهار اوسېدونکی شریف الله افغان هم وايي:«له هېواده بهر ته د لوستو ځوانانو تلل د افغانستان په زیان دي، نه په ګټه. ځکه پر هغوی کلونه کلونه د ملت بودیجه لګول شوې او تر ماسټرۍ یې زده کړې کړې دي.»

مسوولانو په دغه خبري کنفرانس کې ځینې بهرني هېوادونه پر دې هم تورن کړل چې په لوی لاس له افغانستانه د لوستو او وړ ځوانانو تېښتې ته لار هواروي او په خپلو هېوادونو کې يې په فېزیکي کارونو بوختوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه