Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ارزګان په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰ پروژې د پلي کېدو په حال کې دي

د ارزګان په چورې او چنارتو ولسوالیو کې د ۹۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د څه باندې ۱۰۰ لویو او کوچنیو پراختیايي پروژو د تطبیق چارې پیل شوې دي.

د دغه ولایت سیمه‌ییز مسوولان وایي چې په دغو پروژو کې سړک، پلچک، سربند او د استنادي دېوالونو جوړول شامل دي چې لګښت یې نړۍوال بانک ورکوي او د سنایي پراختیايي موسسې له لوري پلي کېږي.

د دغې موسسې د چارواکو په وینا، په دغو پروژو کې به څه باندې ۱۰۰ زره کسانو ته د کار په بدل کې د مرستې زمینه برابره شي.

په ارزګان کې د سنایي پراختیايي موسسې ولایتي مسوول زبیر احمد بدلون وايي:«زموږ بودیجه له ۸۰۰ تر ۹۰۰ مېلیونو کېږي چې په هغه کې اداري او ټول لګښتونه شامل دي. له دې ډلې ۴۱۶ مېلیونه افغانۍ د کارګرانو پیسې کېږي.»

د ارزګان د کلیو او پراختیا رییس عبدالغني بلال هم وویل:«له دې لارې پر نورو موسسو هم غږ کوم او زموږ پیغام دا دی چې هغوی دې هڅې وکړي چې په پراختیايي برخه کې ډېر کار وکړي.»

ورته مهال، د ارزګان ځينې اوسېدونکي دوی ته د کاري زمینې له برابرېدو خوښ دي.

د ارزګان اوسېدونکی عزیز احمد طلوع‌نیوز ته وویل:«ډېر کسان بې کاره دي. له دغې موسسې ډېره مننه کوم چې له موږ سره دومره ستره همکاري کوي چې زموږ ځوانان په کار بوخت شي.»

د ارزګان د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، دغه پروژې به د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړې شي او هڅه کوي چې د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ورته پروژو د پلې کېدو زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه