Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پروان کې د ډیوالي شویو کارخونو د بیا فعالېدو لپاره د کارخونو لرونکو غوښتنه

پروان ولایت کې د ځينو هغو کارخونو خاوندان چې کارخونې یې له سیاسي بدلونونو وروسته ډيوالي شوي او یا هم له فعالیته پاتې دي، له اسلامي امارته غواړي چې د دغو کارخونو د بیا فعالېدو لپاره له هغوی سره همکاري وکړي.

د هغوی په وینا، د دغو کارخونو له بیا فعالېدو سره، سلګونو تنو ته به د کار زمینه برابره شي.

د بوستان سبز تولیدي کارخونې مسوول محب الله رحماني وویل:«په هېواد کې د تحولاتو له راتګ مخکې، په دغه شرکت کې کابو زر تنه په کارو بار بوخت وو او له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې د خصوصي سکټور په برخه کې په ځانګړې توګه تولیدي شرکتونو ته پاملرنه وشي.»

په همدې حال، د پروان اوسېدونکي هم د ناقانونه کډوالۍ او بې وزلۍ د زیاتوالي لامل وزګاري یادوي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي، چې دغه ولایت کې له خصوصي سکټور ملاتړ وکړي.

د پروان اوسېدونکی شیرین آغا وايي:«د بې کارۍ په خاطر ولاړل، که چېرې دلته کار وای که چېرې سهولت او ارامي وای نه تلل وطن خوږ دی.»

د پروان بل اوسېدونکی عزیز احمد هم زیاتوي:«که چېرې حکومت او خصوصي سکټورونه او یا هم شرکتونه فعال کړي لازمه نه ده چې ځوانان له هېواده بهر ته کډوالي وکړي.»

اخوا، د پروان د والي ویاند د دغو کارخونو د بېرته فعالېدو په برخه کې د هلو ځلو او دغه ولایت کې د پانګوالو له ملاتړ ډاډ څرګندوي.

د پروان د والي ویاند حکمت الله شمیم وویل:«مشرتابه تل په دې ټينګار کړی هر هغه شرکت چې له فعالیته پاتې دی بیاځلې دې خپل کار پيل کړي. پانګونه ځوانانو ته د کار زمینه برابر وي.»

دا چې د وروستیو بدلونونو له راتلو وروسته دغه ولایت کې څومره کارخونې تړل شوې، سیمه ییز مسوولین یې په اړه آمار نه ورکوي، خو له څه باندې یوه نیم کال راهیسې ډېری پانګوالو خپلې پانګونې له هېواده د باندې ایستلې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه