Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زابل ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۷ ښوونځیو د بیارغونې چارو پای

د زابل په څلورو ولسوالیو کې، د اوو ښوونځیو د بیارغونې چارې چې د یونېسف په مالي ملاتړ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د یادو ښوونځیو پر رغونه ټولټال ۷۰ زره امریکایي ډالره لګښت راغلی او په بشپړېدو سره به شپږ زره زده کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي.

د زابل د پوهنې ریاست مرستیال محمد نسیم نصیر وویل:«په څلورو ولسوالیو کې اوه ښوونځي د ۷۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت رغول شوي دي.»

ورته مهال، د رغولو شویو ښوونځیو یو شمېر ښوونکي د خوښۍ په څرګندولو سره، له مسوولینو غواړي چې د دغه ولایت په نورو سیمو کې هم ځينې ښوونځي چې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ شوي، بېرته ورغوي.

ښوونکی عبدالولي وايي:«زده‌کوونکي او ښوونکي لرو یوازې د ټولګیو او ودانۍ د ویجاړۍ ستونزه وه او هغه هم د یونېسف موسسې له خوا حل شوه.»

بل ښوونکی محمد نبي هم څرګندوي:«ډېر خوشحاله یم له دې مخکې درسي ټولګيو ډېرې ستونزې لرلې او زده‌کوونکي له ستونزو سره مخامخ وو.»

ښوونکی سرور هم زیاتوي:«د دغې ودانۍ او درسي تولګیو له رغولو سره، زده‌کوونکي د تېر پرتله په ښه بڼه درسونو ته راځي.»

د سیمه‌ییزو مسوولانو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یوتېسف) په مالي ملاتړ د اتو نورو ښوونځیو د رغولو چارې هم دوام لري چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه