Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار په ګمرک کې د عوایدو زیاتوالی

د کندهار ګمرک مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د تېرکال په لړ کې څه باندې څوارلس مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د کندهار ګمرک سرپرست وايي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې ۱۴ میلیارده او ۲۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د ۱۴۰۰ کال د عوایدو په پرتله ۶۵ سلنه لوړوالی ښيي.

د کندهار د ګمرک سرپرست رییس محمد حامد احمد وايي:«په ۱۴۰۱ کال کې د کال عواید ۱۴ مېلیارده او ۲۳ مېلیونه افغانۍ دي.»

موټر چلوونکی شراف الدین وویل:«له دې مخکې زموږ موټر دوه درې ورځې په ګمرک کې درېدل؛ په یوه ورځ کې ځو او که چېرې ستونزه وي په دویمه ورځ ځوو.»

د کندهار د ګمرک مسوولان وايي، سره له دې چې پر لومړنیو خوراکي توکو محصول کم شوی خو سولر، ټیرونه، کاجو، بادام، زیره او هیل بیا هغه سوداګریز توکي یادوي چې محصول یې د عوایدو ډېره برخه جوړوي.

ټولنیز فعال شمس کامران څرګندوي:«په دې هکله دې ضمني څېړنه هم وکړي چې په نرخونو یې اغېزه کړې ده که نه؟ که کړې یې ده په کوم ډول؟»

په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو غړی، سوداګرو ته د آسانتیاوو رامنځته کېدل مهم بولي او وايي، چې د آسانتیاوو برابرېدو سره به زیات شمېر سوداګر بېرته خپلي سوداګرۍ ته راوګرځي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی عبدالباقي بناء وايي:«که چېرې اسانتیاوې ډېرې شي او د تعرفې او مالیې په هکله بیاکتنه وشي او د مالیاتو په جواز کې اسانتیا رامنځته شي سوداګر خپل کار له سره پیلوي.»

که څه هم سرپرست حکومت د روژې مبارکې میاشتې پېلېدو راهیسي د هیواد په ګمرکونو کې پر شپږ قلمه لومړنیو خوراکي توکو تر اتیا سلنه محصول کم کړی دی، خو لا هم هیوادوال په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه