Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار ولایت د "شوراندام" د سمنټو کان د استخراج تړون لاسلیک شو

په کندهار کې له یو خصوصي شرکت سره د ښور اندام سمنټو کان د استخراج تړون لاسلیک شو.

د دې ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست سرپرست وایي، په‌دې پروژه سل مېلیونه ډالره پانګونه شوې چې په کال کې به د یو میلیون ټنو سمنټو د تولید ظرفیت ولري.

د کندهار کانونو او پترولیم ریاست سرپرست عبدالحنان حامد وايي: «په اوله برخه کې به په هغه اندازه وي چې فروشات یې کېږي او د خلکو ضرورت وي، که د خلکو اړتیاوې لوړې شي، په همغه اندازه باندې به د دوی استخراج او تولید لوړېږي.»

د کندهار د اقتصاد ریاست سرپرست عبدالسلام بریالی زیاتوي: «د کال په پیل کې به کم وي، خو د کال تر پایه پورې به پنځوس زرو کارګرو ته ضرورت شته.»

بل‌خوا، د تړون کوونکي خصوصي شرکت مسوولان وایي، پر دې پروژې به سل مېلیونه ډالره پانګونه وکړي او راتلونکی کال په عملي توګه د سمنټو د تولید چارې پیل شي.

د کندهار مرستیال والي حیات الله مبارک وايي: «په تجارانو باندې او په هغه برخه چې څوک زموږ له ملت سره په موقتي توګه مرسته کولای شي او څوک یې په اساسي شکل کولای شي، پر ټولو باندې غږ کوو چې هغوی راوړاندې شي او دلته خدمت وکړي.»

په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي د دغې پروژې له پيلېدو هرکلی کوي او له سرپرست حکومت او ملي سوداګرو غواړي چې په ورته نورو پروژو هم پانګونه وکړي.

د کندهار اوسېدونکی سلیمان شاه لالی وايي: «دا بېخي ښه خبره ده، ځوانانو لپاره یوه ډېره ښه زمینه برابره شي.»

د کندهار اوسېدونکی ګلالی وايي: «دوی باید خپله پانګونه په افغانستان کې وکړي. ډېری ځوانان بې‌کاره دي، که دلته موږ ته فابریکې جوړې شي، ځوانان به پر کار شي.»

د کندهار د سمنټو کان د هیواد په کچه یو له لویو کانونو شمېرل کېږي چې د مسوولینو په خبره د استخراج له پيلېدو سره به تر ډېره به په هیواد کې دننه د سمنټو له پلوه اړتیاوې پوره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه