Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه خصوصي شرکت ته د کندهار "بي‌بي ګوهري" کان د استخراج چارې وسپارل شوې

د  کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د "بي‌بي ګوهري" کان، د استخراج چارې یوه خصوصي شرکت ته وسپارل شوې.

په‌دې کان کې تر زیاته کچه سرب او جست شتون لري چې د کندهار د کانونو ریاست د مسوولانو په وینا، د استخراج په بدل کې به یاد شرکت د کندهار-روزګان تر منځ ۲۵۰ کېلو مټره سړک جوړ کړي.

د کندهار د کانونو او پټرولیم ریاست سرپرست عبدالحنان حامد وايي: «که پوره پروسس دوی دلته وکړي، نو بیا ۱۵ سلنه امارت ته ورکوي او که د دې کان نیمه پروسس وکړي، بیا یې شپاړلس سلنه امارت ته ورکوي او که چېرې هېڅ پروسس و نه‌کړي، خام مواد نقل کړي او بل ځای کې یې پروسس کوي، بیا امارت ته ۱۷ سلنه ورکوي.»

د پروژې مسوول عبیدالرحمن بهار زیاتوي: «قرارداد دلته د فني انجنیرانو او پرمختللې ماشینرۍ په مرسته پر مخ ځي او دلته په افغانستان کې به استخراجېږي او دلته به پروسس کېږي.»

بل‌خوا، د اقتصادي او کانونو چارو کارپوهان په قانوني توګه د کانونو استخراج د هېواد لپاره ګټور بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه بشیر شبیري وايي: «په کور دننه د کانونو استخراج کولای شي، د اقتصادي پرمختګ رامنځ‌ته کېدو تر څنګ خلکو ته کار زمینه برابره کړي.»

د کانونو چارو کارپوه محمد سلیمان سیرت زیاتوي: «په‌دې سره که چېرې په قانوني او اصولي شکل باندې استخراج شي، نو موږ او ستاسو غم ځپلی او دردېدلی ولس به په هره برخه کې په پښو ودرېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په کندهار کې له یوه خصوصي شرکت سره د ښور اندام سمنټو کان د استخراج تړون هم لاسلیک شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه