پروان ولایت کې د تېر حکومت د ځينو پخوانیو پوځیانو کورنۍ له خپل بد اقتصادي وضعیته شکایت لري.
دوی وايي چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته، په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي او له اسلامي امارته غواړي چې د دوی اقتصادي ستونزو ته رسېدنه وکړي.
شبانه چې د یوه پخواني پوځي مېرمن ده وایي، خاوند یې له نږدې دوو کلونو راهیسې وزګار دی او دا مهال پر سخته ناروغۍ اخته دی. د نوموړې په خبره، څلور ماشومان لري او له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
شبانې طلوعنیوز ته وویل:«په کور کې هېڅ شی نه لرو، په کور کې یوازې لږ دال نخود لرو، لږ اوړه او نیم پاګټ غوړ لرو، حتا چای او بوره هم نهلرو. نن په دې فکر کې وم. ویل مې چې څه وکړم خپلو بچیانو ته څه ووایم زه خو روژه لرم هغوی ته څه ووایم.»
پروان کې د یوه پخواني پوځي مور شګوفه وايي:«پخوا په اردو کې و. شل زره یې معاش و، ژوند یې ښه و، ژوند یې ډېر بشپړ و. اوس په کرايي کور کې دی، نه شي کولای چې د کور کرایه ورکړي، د اوبو او برېښنا بلونه ورکړي.»
د پروان د والي مرستیال وایي، چې د پخواني پوځیانو له کورنیو سره به مرسته وکړي او همداراز د صفوفو له تصفیې وروسته به یو شمېر پخواني پوځیان په نظام کې ځای پر ځای کړي.
د پروان د والي مرستیال محمد ادریس انوري څرګندوي:«اوس د تصفیې او تشکیل چارې روانې دي، انشاالله چې د اسلامي امارت له لوري به د دوی د ګومارنې لپاره اقدام وشي.»
ورته مهال د پوځي چارو ځينې کارپوهان وایي، که سرپرست حکومت د مخکیني حکومت له پوځیانو ګټه وانهخلي، نور هېوادونه به له هغوی په جګړو کې د ځان په ګټه کار واخلي.
د پوځي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:«نور هېوادونه په دې لټه کې دي چې دوی جذب کړي او په جګړو کې له هغوی استفاده وکړي. نو زه هیلهمن یم چې د دوی حقوق ورکړل شي.»
د پوځي چارو کارپوه صادق شینواری هم په دې هکله زیاتوي:«باید له پخوانیو مسلکي پوځيانو د امنیتي او دفاعي سکټور په بېلابېلو کچو کې ترې استفاده وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، د هېواد پوځ له منځه لاړ او ډېری پوځیان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.