Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ځينو ولایتونو ته د نويو چاپ شویو کتابونو د استولو بهیر پېل

د نوي ښوونیز کال په پېلېدو سره، د هېواد ځينو ولایتونو ته د نويو چاپ شويو کتابونو د لېږد بهیر پېل شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند وایي، چې په دغه ولایت کې به پر ۲۷۵ ښوونځيو څه باندې ۲۰۰ زره ټوکه کتابونه ووېشل شي.
         
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاهپور عرب وايي:«له لومړي تر لسم ټولګي پورې په پښتو او دري ژبو ۲۰۳ زره او ۸۱۹ ټوکه د مخکیني ښوونیز نصاب نوي چاپ شوي کتابونه رالېږلي دي.»

د دغه ولایت د والي ویاند زیاتوي، چې په راتلونکو ورځو به دغه ولایت ته ۵۰۰ زره ټوکه نور کتابونه به هم ولېږدول شي.
        
د لوګر د والي ویاند عمر منصور مجاهد څرګندوي:«په راتلوونکو ورځو کې پنځه لکه او اته دېرش زره ټوکه نور کتابونه هم هم له مرکزه د لوګر ولایت ته رالېږدول کېږي او پر زده کوونکو وېشل کېږي.»

اخوا، په کابل کې د یوې چاپ خونې مسوول وایي، چې د ۱۴۰۱ کال له پېلېدو راهیسې یې څه باندې څلور مېلیونه ټوګه کتابونه چاپ کړي دي.

د بهیر ګروپ عامل مدیر نوید حکیمي وویل:«مضمونونه د دري او پښتو له لومړي ټولګي تر نهم ټولګي پورې دي.»

نوي چاپ شوي کتابونه په داسې حال کې ولایتونو ته لېږدول کېږي، چې تراوسه د نجونو پر مخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي نه دي پرانیستل شوي.

شریک یي کړئ