Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د قزاقستان د بشري مرستو پنځه‌ دېرش واګونونه افغانستان ته راورسېدل

قزاقستان خپل سلګونه ټنه بشرپاله مرستې د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې، افغان لوري ته وسپارل.

په کابل کې د قزاقستان سفیر وايي چې دغه مرستې ۸۱ واګونه دي چې د هغو ۳۵ واګونونه د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوي او پاتې نور به په نږدې ورځو کې افغانستان ته وسپارل شي.

په افغانستان کې قزاقستان سفير علي خان اسين ګيلدي ایف وايي:«دا د قزاقستان د ولسمشر پرېکړه وه چې د افغانستان له خلکو سره بايد مرستې وشي. د قزاقستان خلک او حکومت د افغانستان خلکو ته د خدمت لپاره هر هغه څه ترسره کوي، چې د دوی په وس کې دي. دا مرستې ۸۱ واګونه ده، چې هر واګون يې ۶۰ ټنه دی. او دا د افغانستان د خلکو لپاره د بشردوستانه مرستو لومړۍ برخه ده. سبا ته به ۴۶ واګونه، چې غوړي، وريجې او د ماشومانو لپاره شيدې په کې شاملې دي افغانستان ته ورسېږي.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت چارواکي د قزاقستان د مرستو هرکلی کوي او له نورو هېوادونو غواړي، چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت استازی عبدالله محمدي وايي:«د قزاقستان له دولته ډېره مننه کوم چې نن یې یوځل بیا زموږ له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړه.»

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس هم وویل:«موږ هڅه کوو چې له دې ډېر زموږ ګاونډیان له افغانستان سره دایمي مرستې وکړي.»

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبیح الله نوراني هم څرګندوي:«په سختو شرایطو او اقتصادي ستونزو کې یې له موږ سره همکاري کړې، چې موږ ترې مننه کوو.»

له بلې خوا د بلخ د عامې روغتيا رييس په افغانستان کې د قزاقستان له سفير څخه وغوښتل، چې د ځوانو افغان ډاکترانو لپاره قزاقستان ته د تګ او د هغې برعکس زمينه برابره کړي.

د بلخ د عامې روغتیا رييس نجیب الله توانا د بلخ د عامې روغتیا رییس:«زموږ روغتون بېلابېلې برخې لري چې د افغانستان په کچه بې سارې ده چې ستاسو متخصیصین باید زموږ له روغتونونو لیدنه وکړي.»

دا مرستې په داسې حال کې د قزاقستان د حکومت له خوا افغانستان ته ورکړل شوې، چې تر دې مخکې هم د دغه هېواد له خوا ۴۲ ټنه درمل افغانستان ته ورکړل شوي وو.

د بلخ د عامې روغتيا رييس په افغانستان کې د قزاقستان له سفير څخه وغوښتل، چې د ځوانو افغان ډاکترانو لپاره قزاقستان ته د تګ او د هغې برعکس زمينه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه