Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پنجشېر په استوګنیزو او ښوونیزو ځایونو کې د پوځیانو پر حضور د خلکو نیوکه

د پنجشیر یو شمېر اوسېدونکي په شخصي کورونو، ښوونیزو مرکزونو او جوماتونو کې د پوځي قطعاتو له شتونه شکایت کوي.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولانو غواړي چې دغه پوځي قطعې ځانګړو ځایونو ته ولېږدوي.

د شتل ولسوالۍ اوسېدونکی محمد مدیر مدبر وايي: «په ښوونیزو، مدرسو او جوماتونو کې چې دي، زموږ غوښتنه دا ده چې یو شمېر پوستې جوړې شوې دي، خپلو ځایونو ته لاړ شي او هلته ځای پر ځای شي.»

د پریان ولسوالۍ اوسېدونکی امام‌الدین زیاتوي: «اوس دا غوښتنه لرو چې دوی خپلو قطعو او ځایونو ته لاړ شي، څو خلک خپل کاروبار وکولای شي.»

د پنجشیر سیمه ییز مسوولین هم مني چې تراوسه پوځیان په یو شمېر کلیو، شخصي ځایونو او ښوونیزو مرکزونو کې شتون لري خو د هوا ګرمېدو سره به پوځي ځایونو ته ولیږدول شي.

د پنجشیر د والي مرستیال روح الله شهامت وايي: «ځینې ځانګړې سیمې دي چې هغه هم د سړې هوا له کبله په جوماتونو کې وو، ځایونه یې جوړ شوي، په ابشار او پریان ولسوالیو کې د سړې هوا له کبله په جوماتونو کې و، اوس چې هوا ښه شوی ده، موږ یې لېږدوو.»

د پوځي کارپوهانو په باور، په ملکي ځایونو کې د پوځي قطعو حضور د خلکو ترمنځ د ویرې خپرېدو لامل ګرځي او حکومت مکلفه دی چې پوځيانو ته مناسبه ځای په پام کې ونیسي.

د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری وايي: «ملي دفاع وزارت او نور امنیتي برخې چې په پنجشېر ولایت کې مېشت دي، هر څه ژر هستوګنیز ځایونه، ښوونځي، جوماتونه او مدرسې تخله کړي.»

د پوځي چارو شنونکی داکتر افغان یار زیاتوي: «د هېوادوالو د امنیت نیولو په برخه کې دوه اصول د بحث وړ دي، یو مسلکي چلند او دویم د امنیت تامین کوونکو او خلکو تر منځ د واټن نه رامنځ‌ته کول دي، که موږ دا دواړه اصولو په پام کې ونیسو، کولای شو په‌دې برخه کې بریالي شو.»

د پنجشیر د اوسېدونکو په وینا، په دغه ولایت کې د ډیریو ښوونځيو ودانۍ د پوځي اډو په توګه کارول کیږي چې له دې امله له نږدې دوو کلونو راهیسي زده‌کوونکي له زده‌کړو پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه