Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات ښاروالۍ ریاست: کابو ۷۰ سلنه غصب شوې ځمکه تثبیت شوې

د هرات د ښار جوړولو او ځمکې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې ۷۰ سلنه غصب شوې ځمکې تثبیت او یوه برخه یې له غاصبینو بېرته را ګرځول شوې ده.

د دې ادارې په وینا، پر غصب شویو دولتي ځمکو د ښارګوټو او بڼونو جوړېدو له امله د ځمکو د بېرته را ګرځولو بهیر ټکنی شوی دی.

د هرات د ښار جوړولو او اراضۍ رییس عبدالله اکبري وايي:«کولای شي ووایوو چې ۶۰ تر ۷۰ سلنې ځمکې چې غصب شوې دي هغه پېژندل شوي او څېړنې روانې دي.»

د هرات اوسېدونکي د غاصبینو له لوري د غصب شویو ځمکو له بېرته راګرځول کېدو هرکلی کوي او له غاصبینو سره د جدي چلند غوښتنه کوي.

د هرات اوسېدونکي نجیب الله وویل:«د هر هېواد بیت المال یا د ملت مال چې وي هېڅوک په خپل‌سر د غصب او نیولو اجازه نه لري.»

د هرات بل اوسېدونکی عبدالقیوم هم څرګندوي:«د ملت مال دی د هر زورواکي مال نه دی چې راشي او غصب یې کړي.»

د چارواکو په وینا، په هرات کې د دولتي ځمکو زیاته برخه د تېرو دوو لسیزو پرمهال د زورواکو او د مخکینیو حکومتي چارواکو له لوري غصب شوې ده.

د هرات د متخصصانو شورا رییس محمد رفیق شهیر وايي:«ښه کار دا دی چې دا ډول پېښې په جدي توګه تعقیب شي او ژر تر ژره غصب شوې ځمکې بېرته واخیستل شي او د افغانستان د ملي پانګې برخه ده.»

د ځمکو غصب پر وړاندې د مبارزې مرکزي کمېسیون د شمېرو پر بنسټ، په هرات کې ۶۰۰زره جریبه ځمکه د زورواکو او غاصبینو له لورې غصب شوې دي. په ډېریو دغو ځمکو کې ښارګوټي، بڼونه او استوګنیز کورونه جوړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه