Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د انټرنټي خدمتونو له ټیټ کیفیت څخه د غزني اوسېدونکو شکایت

د غزني یو شمېر اوسېدونکي په‌دې ولایت کې د انټرنټي خدمتونو له ټیټ کیفیت او لوړې بیې څخه شکایت کوي.

دوی له سیمه‌ییزو مسوولانو دې ستونزې ته د رسېدو او د انټرنټي کڅوړو د بیې د راټیټيدو غوښتنه کوي.

د انټرنټي خدمتونو ټیټ کیفت او لوړه بیه، هغه ستونزه ده چې د غزني ولایت اوسېدونکي ترې شکایت کوي.

د غزني اوسېدونکی جاوید وايي: «د انټرنېټ خدمتونه دلته بېخي ټکني دي، په ټیټه ولاړ دي، دې ته هېڅ پاملرنه نه‌ده شوې او ډېر ضعیف دي.»

د غزني اوسېدونکی محمدالله وايي: «انټرنېټ دېر کمزوری دی، باید دولت دې برخې ته پاملرنه وکړي او بیې یې راټیټې کړي.»

د غزني یو بل اوسېدونکی محمد اسحاق زیاتوي: «د انټرنېټي شبکو بیې باید ارزانه او په خلکو تطبیق شي.»

بل‌خوا، ځینې نور غزني میشتي، د دغه ولایت لرو پرتو سیمو ته هم د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د غځېدو غوښتنه کوي.

د غزني اوسېدونکی شاه زمان وايي: «له دولت نه مو دا غوښتنه ده چې بیې یې راټیټي کړي، ځکه خلکو اقتصاد کمزوری دی او بل دا چې چټکتیا یې ډېره کړي، څو سم کار وکړي.»

د غزني اوسېدونکی علي اغا وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې لرې پرتو سیمو ته پاملرنه وکړي، څو دغه سیمو ته لاسرسی پیدا شي او په ډېرو لرې پرتو ولسوالیو انتن ډېر کمزوری دی.»

ورته مهال، د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس د دې ستونزو د هواري په موخه د هڅو خبر ورکوي.

د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس  عبدالولي طیب احمد زیاتوي: «دغه شرکتونه موږ هر وخت راغواړو او هر وخت مو ورسره جلسې وي، دا خلک چې موږ ته مشکلات پېښوي موږ ته د حل یوازېنۍ لاره دا ده چې موږ شرکتونه راغواړو او پر هغوی کار کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې انټرنټي خدمتونو ته د هیوادوالو اړتیا ډیره شوې چې د شخصي چارو ترڅنګ، په کاري او سوداګریزو چارو کې هم له انټرنټي او مخابراتي خدمتونو ګټه اخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه