په بلخ ولایت کې یو شمېر نجونې زدهکوونکې له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د دوی پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د دوی په خبره، د ښوونځیو بند پاتې کېدو له امله له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوې دي.
زدهکوونکې نازنین وايي: «له دلته مو غوښتنه ده چې ښوونځي ته د تلو اجازه راکړي.»
یوه بله زدهکوونکې تانیا وايي: «موږ له اسلامي امارته هیله لرو چې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو د نورو هېوادونو په څېر خپلو درسونو ته دوام ورکړو.»
منیژه چې د مزارشریف ښار په یوه ښوونځي کې د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده، وايي، هیله یې درلوده چې د نجونو پر وړاندې به د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، خو هیله یې پوره نهشوه او له ناروښانه برخلیک سره مخ ده.
نوموړې پهدې اړه طلوعنیوز ته وايي: «له نوي کال وړاندې هیلهمن و چې په نوي ښوونیز کال کې کولای شو خپلو درسونو ته دوام وکړو، خو له بده مرغه زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې نه شوې.»
په همدې حال کې د بلخ د والي مرستیال وایي، د نجونو ښوونځیو په اړه هر هغه پرېکړه چې د اسلامي امارت رهبري ونیسي، دوی یې عملي کوي.
د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: «اسلامي امارت خپله هڅه کوي او دا مساله د بحث وړ ده، هر وخت چې زموږ مشرانو پرېکړه وکړه، بیا تاسو ته هم همغه وخت مالومات درکول کېږي.»
بلخوا، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدل د سرپرست حکومت په ګټه نه بولي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش وايي: «موږ ویلای شو چې د ټولنې نیمه برخه په پام کې نه نیول په ټولنه کې د ښځو برخلیک نهشي مالومولی او اسلامي امارت هم نهشي کولای یوه غوره راتلونکې ولري.»
د ښځو د حقونو فعاله ثریا پیکان زیاتوي: «نن د افغانستان نجونې او ښځې له خپلو اسلامي او بنسټیزو حقونو بېبرخې دي او باید د اسلامي شریعت له مخې یې حقونه ورکړل شي.»
له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د خلاصون غوښتنه داسې مهال کېږي چې د پوهنې وزارت سرپرست پنجشیر ولایت ته د سفر پر مهال په خپلو تازه څرګندونو کې د ښوونځیو بند پاتې کېدو لامل د شرایطو نه برابرېدل بولي او وایي، پهدې اړه به د هېواد دیني عالمان پرېکړه وکړي.