Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زده‌کړیالان: د پنجشیر د لوړو زده‌کړو موسسې د لیلیې ودانۍ په مدرسې بدله شوې

د پنجشیر د لوړو زده‌کړو موسسې یو شمېر زده‌کړیالان وایي، پوهنې وزارت د دوی د لیلیې ودانۍ په جهادي مدرسې بدله کړې او په وینا یې ښايي دوی له دې ځایه بهر کړي.

دغه زده‌کړیالان زیاتوي، که د دوی د اوسېدو لپاره بل ځای ځانګړی نه‌شي؛ نو اړ دي چې له زده‌کړو لاس په سر شي، ځکه په وینا یې دوی د خونې کرایه کولو توان نه‌لري.

زده‌کړیال شفیق‌الله وايي: «که له لیلیې ووځو، زده‌کړیالان ستونزې لري، نه‌شي کولای خونه کرایه کړي، د دې امکان هم لري چې زده‌کړې پرېږدي.»

یو بل زده‌کړیال امین‌الله احمدیار زیاتوي: «داسې زده‌کړیالان هم شته چې که لیلیه کې نه‌وي، اړ دي چې درسونه پرېږدي.»

یو شمېر نور زده‌کړیالان وایي، په‌دې لیلیه کې ۳۰۰ محصلین ژوند کوي او له لوړو زده‌کړو وزارته غواړي چې دوی ته بل ځای ځانکړی کړي.

د پنجشیر د لوړو زده‌کړو موسسې د زده‌کړیالانو استازی روکی وايي: «الجهادیه مدرسه جوړه شوې او مکتوب یې هم راغلی دی چې له لیلیې ووځئ. موږ بل ځای نه‌لرو چې زده‌کړیالان هلته ولېږدوو.»

یو بل زده‌کړیال عزت‌الله وايي: «د محصلینو اقتصاد ډېر کمزوری دی، دوی کرایي خونې نه‌شي نیولی.»

په همدې حال کې د پنجشیر د لوړو زده‌کړو موسسې رییس وایي، د لوړو زده‌کړو وزارت د دغو زده‌کړیالانو د اوسېدو لپاره بل ځای په پام کې نیولی دی.

د پنجشیر د لوړو زده‌کړو موسسې رییس مصطفی ابو سعید زیاتوي: «یا ورته ودانۍ جوړېږي یا کرایه کېږي، هر سېسټم چې وي، دغه مسوولیت زده‌کړو وزارت پر غاړه منلی دی او ان‌شاءالله زموږ د زده‌کړیالانو برخلیک جوړېږي.»

د پنجشیر د لوړو زده‌کړو موسسه د دې ولایت د رخه ولسوالۍ په دشتک سیمه کې موقعیت لري او د دغه پوهنتون شاوخوا د دایمي اوسېدو لپاره بل ځای نه‌شته دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه