Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

میدان وردګو کې د «رواش» فېسټيوال

د ميدان وردګو په بهسود اول ولسوالۍ کې د «رواش» تر نامه لاندې علمي، کلتوري او سپورټي فېسټیوال ترسره شو. 

په دغه فېسټیوال کې بېلابېلې دودیزې لوبې، لاسي صنایع، کورني توليدات او د مطالعې په موخه کتابونه نندارې ته وړاندې شول.
                
د فېسټیوال ګډونوال حکمت وياړ وویل:«د کوچيانو او هزراه وروڼو ترمنځ چې کومه ستونزه وه هغه په ښه تفاهم سره حل شوی دی.»
      
فېسټیوال بل ګډونوال اسلامي الدين شاهروهي  هم طلوع‌نیوز ته وايي:«خوشحاله یم چې نن مې په یوې کلتوري او سپورټي مېله کې ګډون کړی دی چې دلته د سپورټ بېلابېلې څانګې وې.»

فرهنګپالان او د رواش مېلې ګډونوال د قومونو ترمنځ د ټولنيزو اړيکو د پیاوړتيا، ميراثي دودونو ژوندي ساتلو په موخه، په راتلونکي کې هم د ورته فرهنګي، علمي او سپورټي مېلو د جوړولو غوښتنه کوي.

ورته مهال د ميدان وردګو والي وايي، هڅه کوي د کتاب لوستلو، لاسي صنعت د پياوړتيا او د قومي تر منځ د ستونزو د هواري په موخه به د ورته مېلو جوړول زیات کړي.
           
د ميدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور رييس حبيب الله مجاهد وايي:«پوهان، ښوونکي، د قلم اهل او لیکوالان چې په هره لېسه کې چې دي باید یوه ښوونیزه غونډه جوړه کړي.»

د رواش فېسټيوال پرله پسې دویم کال دی چې د دغه ولایت په بهسود اول ولسوالۍ کې ترسره کېږي چې په پلازمېنه کابل سربېره د ګڼو ولایتونو اوسېدونکي او د بېلابېلو دودیزو لوبو لوبغاړي په کې ګډون کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه