د بلخ سیمهییز چارواکي د دغه ولایت په شورتېپې ولسوالۍ کې د امو سیند څنډو د بېړنیو تحکیماتو د چارو له پایته رسېدو خبر ورکوي.
د مسوولانو په وینا، د امو سیند غاړو د بېړنیو تحکیماتو چارې د تېر کال په سلواغې میاشت کې پیل او د څه باندې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت پایته ورسېدې.
د امو سیند غاړو د تحکیماتو رییس سید غلام مشواڼی وايي: «د تېر کال د سلواغلې په اوولسمه چارې پیل شوې وې او اوس پای ته رسېدلي دي او د شورتېپې اوسېدونکي یې شاهدان دي.»
د شمال سیندیزې حوزې رییس عبدالحکیم حاجي حکمت زیاتوي: «پر دې څه باندې شپږ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی، دلته زرګونه بوجۍ او جالونه راوړل شوي دي.»
په همدې حال کې د سیمې یو شمېر قومي مشران پهدې سیمه کې د امو سیند غاړو د تحکیماتو په پایته رسېدو خوښي څرګندوي او له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د دغه سیند د تحکیماتو اساسي کارونه پیل کړي.
قومي مشر جمعه مراد وايي: «په راتلونکې کې دې په ټولې شورتېپې کې د امو سیند د اسیاسي او بنسټیز تحکمیات په پام کې ونیول شي.»
د شورتېپې اوسېدونکی خدای بردي وايي: «د خلکو بڼونه، کرنیزې ځمکې، حاصلات او کورونه ویجاړ شوي دي.»
د شورتېپې یو بل اوسېدونکی غلام نبي زیاتوي: «له ازبکستان سره په پوله کې دې پوخ کار وکړي او تحکیمات دې بنسټیز سر ته ورسوي.»
بلخوا، د بلخ د والي مرستیال وایي، نږدې راتلونکي کې به د امو سیند غاړو د تحکیماتو چارې په اساسي ډول پیل کړي.
د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: «دا یوه ډېره ستره پروژه ده، ډېر لګښت پرې راځي او په همدې خاطر ډېر وخت ته اړتیا لري.»
دغه چارې داسې مهال پایته رسېږي چې تر دې وړاندې د دغه سیند د اوبو راوتو له امله په تخار، کندوز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د عامه تاسیساتو او استوګنیزو کورونو پر ویجاړېدو سربېره، ګڼې کرنیزې ځمکې له منځه وړي او د دغو ولایتونو اوسېدونکو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.
په دې اړه مو اندونه