د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي ځينې زدهکړیالان د عملي زدهکړو پر نشتوالي نیوکه کوي.
د هغوی په وینا ډېری ځوانان له دغې پوهنځۍ تر فارغېدو وروسته، کار نهشي پیدا کولی او اړ دي چې په یوه بل مسلک کې کار وکړي.
حسیب الله الهام څلور کاله وړاندې د خوست شیخ زاید پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي فارغ شوی. نوموړی وایي، تر فراغت وروسته یې په خپل مسلک کې دنده ونه موندله، ځکه یې خوست ښار کې هټۍ پرانیسته.
حسیب الله وایي، په ژورنالېزم پوهنځي کې عملي کار خورا مهم دی او باید مسوولین ورته پام وکړي.
هغه د طلوعنیوز خبریال ته وايي:«عموماً په ټولو پوهنځیو کې عملي کارونه مهم دي، خو زموږ څانګه ټوله له عملي کار سره تړلې ده.»
د شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلان هم مني چې د عملي زدهکړو زمینه ورته برابره نهده او همدا لامل دی چې تر فراغت وروسته ډېری زدهکړیالان په خپل مسلک کې دندې نهشي موندلی.
د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصل الیاس ځیرک وویل:«په ژورنالېزم کې د نظري زدهکړو تر څنګ عملي زدهکړې هم خورا مهمې دي، خو موږ ته دغه زمینه برابره نهدهچې د نظري زدهکړو تر څنګ عملي زدهکړې هم وکړو.»
د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي بل محصل مجید ځلاند هم وايي:«شیخ زاید پوهنتون کې چې ژورنالېستان له ژورنالېزم څانګې فارغېږي نو هغوی بیا د خپل مسلک لپاره دندې نهلري.»
د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي زدهکړیال نصیب خان څرګندوي:«موږ چې کله له پوهنتون څخه فارغ شوو، د هغه سره څنګ کې موږ یا فارمیسي ورسره وایوو یا بل مسلک یا بل مسلک، وجه یې دا کیدلی شي چې موږ عملي زده کړې ندي کړې.»
ورته مهال مسوولان هم دغه ستونزه مني او په خبره یې د حل لپاره یې له ځينو خبریالانو سره یې خبرې کړي چې له زدهکړیالانو سره د عملي کار تجربې شریکې کړي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رییس احمد ضیا الهام څرګندوي:«موږ له ځینو رسنیو سره خبرې کړې دي چې د عمل په ډګر کې له ځينو زدهکړیالانو استفاده وکړي او خپلې تجربې له هغوی سره شریکې کړي.»
د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د عملي زدهکړو لپاره یوه راډیو هم لري چې د منظمې برېښنا د نشتون له امله یې نشرات بند دي.
په دې اړه مو اندونه