Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې د ساري ناروغیو د درملنې ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل کېدل

په پکتيا کې د روغتيا نړيوال سامان په مالي لګښت د انتاني يا ساري ناروغيو ۵۰ بستريز روغتون پرانيستل شو چې نږدې شپږ سوه زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان ولايتي مسوولان ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه د پکتيا اوسېدونکو  سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پکتيا کې د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو مرستو مسوول ډاکټر ولایت خان حمدزی وايي: «په‌دې کې به د ساري ټول ناروغان بستري او د هغوی درملنه کېږي، اوسنی تړون یې د شپږو میاشتو لپاره دی، دغه پروژې لنډمهالې وي، خو وروسته بیا غځول کېږي.»

د پکتيا اوسېدونکي بيا د دې روغتون پرانيستې ته خوښ دي، خو غوښتنه لري چې د معياري خدماتو وړاندې کولو برخه کې بايد د درملو، روغتیایي وسايلو او پرسونل له اړخه شته ستونزې حل شي.

د پکتيا اوسېدونکی جاويد پټان وايي: «د روغتون پرانیستلو ته ډېر خوښ یوو او بل دا چې د سېلابونو له کبله ساري ناروغۍ ډېرې شوې دي او خلکو ته هم زیانونه اوښتي دي.»

د پکتيا اوسېدونکی بختوال وايي: «پکتیا ولایت ته دې ډېر امکانات ورکړي، ځکه له نورو ولایتونو هم دلته ډېر خلک راځي او له هر ځای نه راځي.»

د پکتيا یو بل اوسېدونکی احسان‌الله زیاتوي: «ناروغان ډېر دي، په حوزوي روغتون کې نه کېږي. موږ دې ته اړ یوو چې بل هېواد ته د درملنې لپاره لاړ شو، زموږ درملنه باید همدلته وشي.»

بل‌خوا د پکتيا عامې روغتيا رييس بيا د دې روغتون پرانيسته د پکتيا سربېره د ورڅېرمه ولايتونو لپاره هم ښه خبر بولي او وايي هڅه کوي چې خدمات یې پراخ او بسترونه یې لا زيات کړي.

د پکتيا عامې روغتيا رييس ډاکټر صدرالدين عزام زیاتوي: «د انتاني ناروغیو لپاره موږ ځانګړی روغتون نه درلوده، پر همدې اساس د دې روغتون جوړول د پکتیا او نورو ولایتونو لپاره ډېر ښه چانس دی.»

په دې ودانۍ کې پخوا يوازې د کرونا ناروغانو درملنه او پالنه کېده، خو د مسوولانو په وينا له دې وروسته د ټولو ساري ناروغيو درملنه په‌کې شونې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه