Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طبیعي پېښې؛ په تېرو څلورو ورځو کې دیارلس کسان وژل شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، په تېرو څلورو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله د هېواد په نهو ولایتونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي وايي: «موږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو شاهدان و چې له بده مرغه زموږ هېوادوالو ته یې رانه انساني او مالي زیانونه اړولي دي.»

بل‌خوا، د بدخشان سیمه‌ییز مسوولان هم د روانې اوونۍ چهارشنبې ورځې د سیلابونو له امله دغه ولایت کې د دریو تنو له وژل کېدو او څلورو نورو ټپي کېدو خبر ورکوي.

صلاح‌الدین چې د تندر لوېدو له امله سخت ټپي شوی، وايي، د درملنې په موخه د بدخشان ولایتي روغتون ته کې تر درملنې لاندې دی.

په بدخشان کې ټپي صلاح‌الدین وايي: «موبایل ته مې زنګ راغلی چې هلته باران شته که نه‌، یو ځل مې ټول بدن اور واخیست نور په ځان پوه نه‌شوم.»

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د پېښو امر محمد کامګار زیاتوي: «د فیض‌اباد په پنځمه ناحیه کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ شهیده شوې او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.»

په همدې حال، د بدخشان-تخار پر لویه لار یو شمېر مسافر وایي، له تېرو څلورویشتو ساعتونو راهیسې د سیلابونو راوتلو له امله دغه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

مسافر عبدالله وايي: «ډېر ګواښوونکی سېلاب و، د خلکو بڼونه، ځمکې او ان څاروي او کورونه یې یوړل.»

یو بل مسافر مجاهدالله وايي: «دغه سېلاب پرون ۱۰ بجې پیل شوی او تر اوسه پورې لارې بندې دي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، د وروستیو سیلابونو د راوتلو له امله څه باندې دری زره جریبه کرنیزه ځمکه او ۵۶ استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه