Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د محتسبانو د ګومارنې د ازموینې ترسراوی

په کابل کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د محتسبانو د ګومارنې ازموینه ترسره شوه.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي چې په دغې ازموینه کې ۲۵۰ تنو ګډون کړی او ټاکل شوې چې د دغو محتسبانو له ډلې به ۲۰۰ تنه د کابل په ناحیو کې د محستبانو په توګه وګومارل شي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وایي، چې په دې ازموینه کې د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ګډون کړی دی.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف وویل:«په ۲۲ حوزو کې دوی حذب کېږي په هغو ځایونو کې چې اوس هم محتسبین لرو، د دې لپاره چې د دوی شمېر زیات شي نور د کابل په ۲۲ حوزو کې ۲۰۰ محتسبان ګومارل کېږي.»

بل خوا، د کابل پوهنتون علمي مرستیال وایي، چې د اسلامي نظام د پليتابه لپاره په هېواد کې د محتسبانو شتوالی یوه اړتیا ده.

د کابل پوهنتون علمي مرستیال محمد اشرف غیرت وویل:«د ژوند په ټولو برخو کې د الله ج د شرعیت د تطبیق لپاره محتسب او ناظر ته اړتیا ده.»

بل خوا، د ازموینو کمېټه د دغې ازموینې د روڼتیا ډاډ ورکوي.

د ازموینو د ملي کمېټې رییس عبدالباقي حقاني څرګندوي:«یو نظام نه شي کولای چې یو څوک بریالی او یا هم ناکام کړي یا وغواړي چې د چا نمرې زیاتې او یا هم کمې کړي، دا نه کېږي، بې نهایته روڼتیا ده.»

د ازموینو ملي کمېټه وایي، چې دا د محتسبانو لومړنۍ ازموینه ده او تمه کېږي، چې په نورو ولایتونو کې هم ورته ازموینې واخیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه