په کابل کې یو شمېر ماشومان، د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله له خپلو کورنیو سره د خښتو په بټیو کې درانه کارونه کوي.
یو شمېر ماشومان له اسلامي امارته غواړي چې د کورنیو اقتصادي ستونزو ته یې رسېدنه او دوی ته د زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
کارګر ماشوم روشن وايي: «په نورو هېوادونو کې ماشومان درس لولي، موږ دلته نهشو کولای درس ولولو، له حکومته غوښتنه کوو چې موږ ته د زدهکړې زمینه برابره کړي.»
یو بل کارګر ماشوم فېروز وايي: «زموږ راتلونکی خراب شو، وګورئ، نور خلک چېرته ورسېدل، موږ هېڅ ځای ته و نه رسېدلو، موږ ټول ماشومان دلته په خښتو پخولو کې لګیا یوو.»
یوولس کلن سجاد د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د خښتو په یوې بټۍ کې تر سوزنده لمر لاندې کار کوي.
نوموړی طلوعنیوز ته وايي: «پلار مې ناروغ ی او زه دلته له سهار تر ماښامه کار کوم، له حکومته غوښتنه کوم چې له موږ سره مرسته وکړي.»
د سجاد خور زرینه وايي: «له حکومت څخه غوښتنه کوم چې نجونې پرېږدي درس ولولي او ډاکټرانې شو.»
د سجاد ورور میرویس وايي: «پلار مې ناروغ دی او نهشي کولای زموږ د کور لګښت پوره کړي. له حکومت څخه دا غوښتنه ده چې موږ ته د زدهکړو زمینه برابره کړي، څو وکولای شو، خپل هېواد ته خدمت وکړو.»
خو اقتصاد وزارت بیا وايي، هڅې روانې دي چې له مرستندویه بنسټونو سره په همکارۍ دغو ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابره شي.
د دې وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «زموږ هڅه دا ده چې له نړیوالو بنسټونو سره په همکارۍ ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړو، څو دوی وکولای شي لوړې زدهکړې وکړي او د هېواد په وده کې رول ولوبوي.»
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۸ مېلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري او له دې منځه بیا ۶ مېلیونه کسان یې د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.