Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په جوزجان کې یوه نابینا په راډیو کې نورو ته د کار زمینه برابره کړې

په جوزجان کې یو نابینا چې د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسوول دی؛ د څلورو نابینایانو په ګډون یې دولسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

دغه ځوان وایي، نابینایان هم په ټولنه کې د ګډون او کار کولو وړتیا لري.

عبدالمصور شجاع چې د قران کریم حافظ او له شرعیاتو پوهنځي فارغ شوی دی، له شپاړلسو کلونو راهیسې په رسنیو کې د کار تجربه لري او له دریو کلونو راهیسې یې نابینایانو ته د انګیزې د ورکولو او پیاوړتیا لپاره علمي، دیني، فرهنګي او ټولنیزې خپرونې پیل کړې دي.

په جوزجان کې د شجاع راډیو مسوول عبدالمصور شجاع وايي: «سره له دې چې نابینا دي، خو بې‌سارې وړتیا او عالي پوهه لري، د دوی د هڅونې او پیاوړتیا د انځورولو لپاره مو دغه کار وکړ.»

یو شمیر نابینایان له دې امله چې په‌دې رسنۍ کې ورته د کار زمینه برابره شوې، خوښ دي.

د شجاع راډیو کارکوونکی احمد باعث وايي: «د دې لپاره چې خلک پوه شي چې معلولیت ناتوانايي نه‌ده، زموږ جسمي نقص هېڅ وخت په ټولنه کې زموږ د فعالیت خنډ نه‌شي ګرځېدای.»

د شجاع راډیو د تخنیک څانګې کارکوونکی احمد ضمیر فقیریار وايي: «په‌دې راډیو کې ډېرې وړتیاوې دي، که زمینه ورته برابره شي، له دې ښې کړنې کولای شي.»

ورته مهال، د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس په‌دې ولایت کې د غږیزو او انځوریزو رسنیو جوړېدل او فعالیت د اطلاع رسونې د پیاوړتیا برخه کې ګټور بولي.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الدین معتصم وايي: «دغه راډیو خلکو ته یو ډول روحیه ورکوي، روحیه دا ده چې یو سړی په سترګو باندې معزور شي، دی باید مایوس نه‌شي چې زه په کور کې کېنم او څه نه وینم، نو ایا زه به څه خواري وکړم.»

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په‌دې ولایت کې ۱۱ راډیوګانې، یو ټلویزیون او یوه چاپي رسنۍ فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه