Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په روزګان کې د یوې کورنۍ څه باندې سل غړي د سترګو کوږوالي او لید ستونزې لري

د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ تر سلو ډېر نارینه او ښځینه غړي د سترګو کوږوالي او لید ستونزې لري.

د نابینایانو د کلي دغه اوسېدونکي وایي، د دې ناروغۍ له امله په ټولنه کې له راشې-درشې څنډې ته شوي او خلک هم ورسره خپلوۍ او دوستۍ ته زړه نه‌ښه کوي.

د روزګان اوسېدونکی نابینا صدیق‌الله وايي: «زما درې-څلور پېغلې لوڼې دي، زما د وروڼو، د اکا زامنو دي، په‌دې کورنۍ کې شل پېغلې ناستې دي.»

د روزګان اوسېدونکی عبدالکریم وايي: «دا میراث موږ ته له غور نیکه څخه راپاتې دی، همداسې زما نیکه په سترګو ړوند و، بیا زما پلار په سترګو ړوند دی، بیا زما وروڼه ورپسې ړانده دي، همداسې زما د وروڼو اولادونه هم ړانده دي او نور چې پیدا کېږي، هغوی هم ټول ړانده کېږي.»

د روزګان دهراود ولسوالۍ لونډیانه سیمه کې د دې کورنۍ ډېری معلول غړي چې ماشومان، په تېره نجونې دي، خپل ناروښانه راتلونکي ته اندېښمن دي.

د دې کورنۍ یو شمېر نور غړي بیا وایي، څو ورځې وړاندې یې د درملنې په موخه روغتیایي ټیمونه سیمې ته ورغلي، خو ورته ویلي یې دي چې ستاسو درملنه په کور دننه ناممکنه ده او باید بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه لاړ شئ.

نابینا جمعه خان وايي: «موږ داسې غوښتنه درلوده چې د دوی درملنه په کندهار کې نه کېږي، دوی به بهر ته استول کېږي.»

یو بل نابینا صالح محمد وايي: «زه مې د سترګو له دې ستونزې څخه هېڅ کار نه‌شم کولی، زه اوس پر ځای ناست یم، هېڅ شی نه وینم، زه له دې ستونزې سره مخ یم.»

اخوا روغتیاپالان دا یوه ارثي ناروغي بولي چې نسل په نسل لېږدول کېږي. د دوی په خبره د دې ناروغۍ یو لامل په خپلوانو کې ودونه کول دي.

د روزګان د شهیدانو او معلولانو چارو رییس بیا وایي، د دې کورنۍ تر شلو ډېر غړي دوی سره ثبت دي او میاشتني حقونه یې ورکوي.

د ترینکوټ ولایتي روغتون د ډاکټرانو مخکینی مشر ضیاءالرحمان نیازی وايي: «دغه ناروغۍ د دوی په اولادونو کې منځ‌ته راغلې ده او بالاخره له هغوی څخه نور اولادونه پیدا شوي دي.»

د روزګان د شهیدانو او معلولانو چارو رییس عتیق‌الله منظور زیاتوي: «کوم تعداد معیوبین چې دي، هغوی موږ له ځان سره ثبت کړي دي، کارټونه مو ورته جوړ کړي دي، په تېر حکومت کې هم همداسې کسان و، هغوی هم دلته ثبت شوي وو.»

دا په داسې حال کې ده چې درې اوونۍ وړاندې روزګان ته د اسټرالیا هېواد په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ یوې روغتیایي ډلې، په وړیا ډول د سلګونو نابینایانو درملنه وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه