Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات ښاروالۍ: د څه باندې سلو پراختیايي پروژو چارې ځنډېدلي

د هرات ښاروالۍ وايي چې د حکومت له خوا د دغه بنسټ د بودیجې د نه تصویب کېدو له امله، د څه باندې سلو لویو او کوچنیو پروژو چارې ځنډول شوې دي.

دغه پروژې د ښاري پراختیا او خلکو ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره مهمې ګڼل کېږي.
 
د هرات ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدمتونو رییس عبدالاله قاضي‌زاده وویل:«د ښاروالۍ اداره، اسناد او پروژې د چارو د کچ کولو په پړاو کې لري، د پروژو تخنیکي او تدارکاتي اسناد یې چمتو کړي او ان‌شاالله بودیجه چې منظور شي، اعلان ته یې ورکوو او له اړوندو شرکتونو سره به د کړنلارې او ملي تدارکاتو په مطابق تړون وشي.»

د هرات ښاروالۍ د سږني کال پراختیایي بودیجه ۷۰۰ مېیلونه افغانۍ ده او همدارنګه دغه اداره ۳۰۰ مېلیونه افغانۍ ذخیروي بودیجه لري، چې کولای شې په پراختیایي پروژو کې ترې ګته واخلي.

بلخوا د هرات اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د دغه ولایت د ښاروالۍ بودیجه په واک کې ورکړي چې د پراختیایي پروژو چارې پېل شي.

د هرات اوسېدونکی فیصل وايي:«له مرکزه غواړو چې د هرات ښاروالۍ بودیجه تامین کړي چې د پروژو کار پېل او نیمګړۍ پروژې هم بشپړې شي.»

د هرات بل اوسېدونکی عبدالرازق جامي هم څرګندوي:«ښاروالۍ ته دې بودیجه ځانګړې کړي چې د پروژو کارونه پېل شي او زموږ ځينو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.»

د هرات ښاروالۍ بودیجه د خلکو له مالیاتو برابرېږي. خلک د صفایۍ پیسو له ورکړې سره، د دې بودیجې زیاته برخه برابروي.

د هرات متخصصینو شورا رییس محمد رفیق شهیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«کله چې د هرات خلک خپلې مالیې او د صفایۍ پیسې ورکوي د ښاروالۍ بودیجې ته ځي او د هرات ولایت ښاروالۍ ته باید د دې واک ورکړل شي چې په ټول‌ګټو پروژو کې چې د خلکو په ګټه دي او د خلکو په ژوند کې اسانتیا رامنځته کوي، ولګوي.»

د هرات ښاروالۍ په سږنیو پروژو کې د ښار د واټونو پراختیا، د داخلي ښاري سړکونو کرېړ، د ویالو جوړول او د ښار ښکلي کول شامل دي.

د هرات اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره د دغه ولایت د ښاروالۍ بودیجه په واک کې ورکړي چې د پراختیایي پروژو چارې پېل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه