د رزوګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ د یوه کلي د څه باندې ۱۰۰ اوسېدونکو د نابینايي د ستونزې په هکله د طلوعنیوز د راپور له خپرېدو وروسته، د عامې روغتیا وزارت د ډاکټرانو یوه ډله د دغه کلي د اوسېدونکو د درملنې لپاره، د دهراوود ولسوالۍ ته تللې ده.
چارواکي وايي چې تراوسه د یوې کورنۍ د څه باندې ۳۰ غړو د نابینايي علت چې څو نسلونه یې ړانده (نابینا) شوي، تشخیص شوي او هغه ناروغان چې درملنه یې دننه په هېواد کې شونې نهده، بهر ته به واستول شي.
د عامي روغتیا وزارت د سترګو څانګې مسوول آغا محمد توتاخېل په دې هکله وویل:«کهچېرې په بهرنیو هېوادونو کې هم جراحي شي پایله یې همدا ده، موږ دلته د دوی په کورونو کې د دوی عملیات کوو، امکانات او هر څه لرو موږ د سترګو د تورو اوبو د مخنیوي لپاره عملیات کوو او د هغو ماشومانو درملنه چې عمر یې تر ۱۰ کلونو دی، پایله یې ښه ده.»
د دې کورنۍ ځينې غړي چې د درملنې زمینه یې برابره شوې، خوښ دي او وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د درملنې وس نه درلود.
روزګان کې د نابینایانو د کورنۍ غړۍ فرید الله طلوعنیوز ته وویل:«د سترګو ډاکټران چې دلته راغلي، زما پلار د سترګو تکیف درلود چې د هغه د درملنې پیسې مې نهلرلې چې نورو هېوادونو ته یې بوځم، خوشحاله یم چې دغه ډاکټران اوس دلته دي.»
روزګان کې د نابینایانو د کورنۍ بل غړۍ عبدالکریم هم څرګندوي:«ډېر خوشحاله یم چې په دغې ولسوالۍ کې د نابینایانو لپاره خدمتونه وړاندې کېږي، د شکر ځای دی.»
د یادونې وړ ده چې یوه میاشت وړاندې هم د اسټرالیا هېواد په مالي ملاتړ د سترګو د متخصصینو یوه روغتیایي ډله روزګان ولایت ته راغلې وه چې ترینکوټ روغتون کې یې د سترګو په ناروغۍ د اخته ۳۰۰ کسانو درملنه وکړه.
په دې اړه مو اندونه