Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پکتیکا ولایت زلزله ځپلي په "بد وضعیت" کې شپې او ورځې تېروي

د پکتیکا له مرګونې زلزلې د یو کال په تېرېدو سره، لا هم ځینې کورنۍ شته چې سرپناه ورته نه‌ده جوړه شوې.

د دې زلزلې په ترڅ کې تر اووه زرو ډېر کورونه ویجاړ شوي وو، خو د رسمي شمېرو له مخې نږدې پنځه زره کورنۍ لا هم تر خيمو لاندې اوسېږي.

د د دې سیمو اوسېدونکي وايي، تر خیمو لاندې او سمڅو کې له کړاوه ډک ژوند تېروي.

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی سخي مرجان وايي: «د زلزلې یو کار پوره شو چې موږ په خیمو کې وخت تېروو، په دې کې یې ځینو ته تذکرې ولیکلي، له ځینو کورنیو نه یې غوښتي دي، خو ډیری یې پاتې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته دې کورونه جوړ کړي یا دې پیسې راکړي، موږ به یې خپله جوړ کړو.»

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی فضل الرحمن وايي: «یتیمان راته راپاتې شول، کورونه مو نه‌شته، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یې سروې کړې، خو تر اوسه یې څه پته نه‌شته، تر اوسه یې راته کور نه‌دی جوړ کړی.»

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله خان وايي: «که موږ ته یې کورونه جوړ نه‌کړل، په همدې سمڅو کې به وخت تېروو، موږ دلته له ډېرو سختو ستونزو سره مخ یوو.»

یو شمېر زلزله ځپلي وایي، له ژمنو او مېلیوني مرستو سره-سره، لا هم اړينو خوراکي توکو، د څښاک پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

دوی له مرستندویه بنسټونو او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې خپلې ژمنې عملي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمير وايي: «زموږ دا غوښتنه ده چې دلته ټولې لارې خرابې دي، ارګون ته نه‌شو تلی، خلک وس نه‌لري، زموږ دغه کلینیک دې جوړ شي، د خلکو اړتیاوې په‌کې پوره کېږي.»

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی اصيل خان وايي: «زموږ سړک، ښوونځی او کلینیک نه‌شته، مدرسې او جوماتونه مو ټول وران دي، موږ ته یې ډېره زیاته اړتیا ده.»

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی ميرنواز زیاتوي: «ناروغ دومره ناروغ نه‌وي، خو په لاره یې موټر لا ډېر ناروغوي، ځکه په لار کې ډېرې زیاتې ستونزې دي. موږ غوښتنه کوو چې دغه سړک موږ ته جوړ کړي.»

په ګيان ولسوالۍ کې روغتياپالان وايي، د ورځې تر شلو داسې ماشومان او مېرمنې ورځي چې په خوارځواکۍ اخته او د هوا په ګرمېدو سره د خلکو تر منځ د نري رنځ ناروغي هم زیاته شوې ده.

ډاکټره مينا وايي: «دلته هره ورځ ډېر زیات ناروغان راځي، دوی د خوارځواکۍ ناروغۍ لري، ځینې یې ډېر سخت وي او ډېری یې ښځینه وي او نجونې په‌دې ناروغۍ ډېرې اخته دي.»

ډاکټر محمدالرحمن وزير وايي: «اوړی دی، هوا ګرمه ده، نو په‌دې خاطر باندې زموږ ډېری ناروغان نس ناستې او ستوني درد والا دي.»

بل‌خوا د پکتیکا والي وایي، پر ۲۵۰۰ کورونو کار روان دی او ځينې یې بشپړ شوي دي. هغه زیاتوي چې د زلزله ځپلو لپاره د لا ډېرو مرستو د جلب په پار هلې ځلې روانې دي او له مرستندویه بنسټونو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کوي.

د پکتیکا والي فيض الله جمال وايي: «موږ هڅه کوو چې په ګیان، برمل او زیړوک ولسوالیو کې د مرستو لپاره نړۍ‌والې موسسې راجلب کړو.»

د ګيان ولسوال فضل‌الرحمن بلال زیاتوي: «اووه زره څلور سوه یو شپېته کورونه ړنګ شوي دي او تقریباً، دوه زره پنځه سوه درې پنځوس کورونه جوړ شوي یا د بشپړېدو په حال کې دي.»

پوره کال وړاندې يوې مرګونې زلزلې د پکتیکا ګيان او برمل ولسوالۍ ولړزولې چې له امله یې ۴۰۶ کسان مړه، ۱۶۸۵ تنه ټپيان او څه باندې اوو زره کورنۍ بې‌کوره شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه