Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وچکالۍ ناورین؛ په بامیان ولایت کې څاروي لرونکي د وښو له کمښته سر ټکوي

په بامیان کې یو شمېر څاروي لرونکي وایي، د وچکالیو د دوام او د وښو کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، د څاریو لپاره د خوراکي توکو له کمښت سربیره د ډول-ډول حیواني ناروغیو خپریدو هم د دوی عایدات کم کړي دي.

څاروي لرونکی محمد کاظم وايي: «وچکالۍ دومره اغېزه کړې چې مخکې مو پنځوس یا شپېته پسونه ساتل او له هېڅه خبر نه و، خو اوس لس پسونه ساتو او په ستونزو کې یوو. اوس یې زموږ اولادونه شپني کوي او زه ورته له څاه‌ګانو اوبه راوړم.»

په بامیان کې یو شمېر نور څاروي لرونکي هم وایي، که څه هم د مالدارۍ له لارې یې په ښه توګه د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کول، خو د وښو کمښت او ډول-ډول حیواني ناروغیو خپرېدو له امله په‌دې ولایت کې تر ۸۰ سلنه مالدارۍ کې کمښت راغلی دی.

څاروي لرونکی محمد عالم وايي: «وچکالۍ او افت څاروي لرونکي له ننګونو سره مخ کړي دي او کال تر بله د خلکو څاروي کمېږي.»

څاروي لرونکی محمد باقر زیاتوي: «خلکو اتیا سلنه خپل څاروي پلورلي دي، ځکه هم ناروغۍ او هم وچکالي ده.»

ورته مهال، د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس وایي چې په روان لمریز کال کې یې په‌دې ولایت کې له څاري لرونکو سره د څارویو ۹۰۰ ټنه خوراکي توکو او ۲۵۰ زره ډوزه واکسین مرسته کړې ده.

د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ګلاب الدین رب‌دوست وايي: «څه باندې ۹۰۰ ټنه خوراکي توکي مو وویشل او همداراز د ولایت په کچه مو څه باندې ۲۵۰ زره ډول-ډول واکسینونه تطبیق کړي دي.»

له کرنې وروسته، مالداري د بامیان د اوسېدونکو د عایداتو زیاته برخه جوړوي، خو د وچکالیو او وښو کمښت زیاتېدو سره څاروي لرونکي له مسوولینو غواړی چې په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې ترې په جدي توګه ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ