د بلخ په مرکز مزارشریف کې یو شمېر معلولان له سرپرست حکومته غواړي چې په هېواد کې د سویډن کمېټې د فعالیتونو د ځنډېدو په تړاو پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
دوی زیاتوي، د سویډن کمېټه له معلولانو سره مرستې کوي او د دې کمېټې د فعالیتونو په ځنډېدو سره به دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
معلول سید محمد یزدانپرست وايي: «د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه اووه ډوله معلولانو سره مرسته کوي او د دوی د فعالیت درول د ټولنې ټولو وګړو، په تېره معلولانو اغېزمنوي.»
د معلولانو د حق غوښتنې شبکې غړی الف خان وايي: «دې بنسټ په تېرو څلورو لسیزو کې د معلولانو لاسنیوی کړی او هغوی ته یې په افغانستان کې د برنامو له لارې د ښوونې فرصتونه برابر کړي دي.»
ورته مهال دغه معلولان وایي، د سویډن کمېټه په افغانستان کې له معلولانو سره خورا زیاتې مرستې کوي او د دغه بنسټ د فعالیت ځنډېدو سره به دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شي.
بلخ کې د نابینایانو د ټولنې مسوول عبدالرحیم صفا وايي: «د سویډن کمېټې مرکزونه دې پرانیستل شي، څو دې پاړکي ته یې فعالیتونه بېرته پیل شي.»
له دې سره سم، د بلخ د شهیدانو او معلولانو چارو رییس وایي، پهدې تړاو د اسلامي امارت د مشرتابه له پرېکړې پیروي کوي.
د بلخ د شهیدانو او معلولینو چارو رییس جان محمد حکمت وايي: «موږ ټولو معلولانو ته ډاډ ورکوو چې اندېښنه و نهکړي او موږ له هغه څه چې امر راته شوی، پیروي کوو.»
دا په داسې حال کې ده چې په سویډن کې د یوه عراقي تباره سویډني له لوري د قرانکریم سپکاوي او سوځولو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه راپارول او اسلامي امارت هم په هېواد کې د نامالومې نېټې پورې د سویډني بنسټونو فعالیتونه وځنډول.
په دې اړه مو اندونه