Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د افغانستان او ایران د تولیداتو ګډ نندارتون پرانیستل کېدل

په هرات ولایت کې د افغانستان او ایران د تولیداتو ګډ نندارتون جوړ شو.

د افغانستان او ایران تولیدات په ۲۲ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي او څلور ورځې به دوام وکړي.

د نندارتون مسوول علي خاک‌سار وايي: «د افغانستان اقتصاد د ایران په اقتصاد بشپړ دی. ایران په افغانستان کې د تولیدي کرښو د جوړولو په هڅه کې دی، ځکه چې په ایران کې ټوله تولیدي تکنالوژي شته.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي وايي: «د افغانستان له صنعت‌کارانو سره د ایران د صنعت‌کارانو پېژندنه او د دواړو هېوادونو تر منځ راکړه ورکړه کولای شي د دواړو لپاره اغېزناکه ثابته شي.»

د کور وسایل، خوراکي توکي، د فولادو او پټروشیمي صنایع او یو شمېر نور توکي په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د یو شمېر سوداګرو په وینا، د اړیکو ټینګښت او په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځ‌ته کول به د دواړو هېوادونو تر منځ پر راکړه ورکړه مثبت اغیز وکړي.

غرفه لرونکی فرهاد رحماني وايي: «دا چې بازارونه ښه نه‌دي، د دغه ډول نندارتونونو جوړول ښه دي، هم زموږ توکي راځي او هم یې خلک کیفیت ګوري.»

غرفه لرونکی حسن محرابي وايي: «

ایراني چارواکي د ایران اوفغانستان تر منځ د اړیکو پراخوالی د دواړو هېوادو د اقتصادي ودې لپاره ګټور بولي.

د دوی په خبره، د دواړو هېوادونو سوداګري او تولیدات په یو بل پورې تړلي دي.

هرات کې د ایران سرقونسل محمد صدیقي‌فر وايي: «د افغانستان په نندارتونونو کې د ایراني تولید کوونکو او تولیداتو فزیکي شتون کولای شي د تولیداتو د کچې په لوړوالي کې ښه رول ولوبوي.»

د شمېرو له مخې، هر کال د ایران او افغانستان تر منځ سوداګریزې راکړې ورکړې تر دوو مېلیارد ډالرو رسېږي.

د دواړو هېوادونو سوداګر هیله‌من دي چې تر راتلونکو دوو کلونو به دغه راکړه ورکړه تر پنځه مېلیارډه ډالرو ورسوي.

شریک یي کړئ