Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: د پکتیکا ۱۵۲ ښوونځي ودانۍ نه‌لري

د پکتیکا ولایت د پوهنې رییس عبدالقیوم فاروقي وایي، په‌دې ولایت کې د ۴۱۰ ښوونځیو له ډلې ۱۵۲ یې ودانۍ نه‌لري.

د نوموړي په خبره، تازه جاپان په‌دې ولایت کې د ۱۷ ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو ژمنه کړې ده، خو دوی له نورو مرستندویه بنسټونو هم په‌دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د پکتيا د پوهنې رييس عبدالقيوم فاروقي وايي: «د جاپان هېواد په مالي مرسته د پوهنې وزارت تر چتر لاندې په پکتیکا ولایت کې د ۱۷ ښوونځیو ودانۍ جوړېږي چې په‌دې اړه له وزارت څخه د سروې ډله راغلې وه، سروې یې شوې ده، نږدې ۱۸۰ مېلیونه افغانۍ لګښت به پرې راځي.»

ورته مهال، په‌دې ولایت کې ځینې زده‌کوونکي وایي، د ښوونځیو ودانیو نه‌شتون یې پر زده‌کړو منفي اغیز کړی او له مسوولانو غواړي چې په ارامه فضا کې ورته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

زده‌کوونکی کامران وايي: «له حکومت او نورو موسسو څخه دا غوښتنه کوو، کوم ښوونځي چې ودانۍ نه‌لري، ګرمي ده، خلک ډېر زیات په تنګ دي، هغوی ته دې ودانۍ جوړې کړي.»

یو بل زده‌کوونکی حميد الله هميم وايي: «زده‌کوونکي له کومې سرپناه پرته خپل درسونه وايي، په باد، باران او دوړو کې خپلو درسونو ته رسېدنه نه‌شي کولای، له ځنډ او خنډ سره مخامخ کېږي.»

زده‌کوونکی روزي محمد وايي: «که یوه ورځ هم زموږ ښوونځي د باران له کبله رخصتېږي، هېواد یو کال په شاتګ کوي، پرمختګ نه‌کوي.»

د پکتیکا د پوهنې ریاست د رسمي شمېرو پر بنسټ، اوس‌مهال په‌دې ولایت کې ۱۳۰ زره زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې ۲۵ زره یې نجونې دي.

شریک یي کړئ