Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز چارواکي: د ورځې لسګونه ماشومان له ایرانه نیمروز ته را اړول کېږي

د نيمروز د کار او ټولنيزو چارو رييس محمد عمر زبیر وايي چې د ورځې لسګونه افغان ماشومان، له ایرانه نیمروز ولایت ته را اړول کېږي. 

د هغه په وینا، ډېری دغه ماشومان خپلو ولایتونو ته د سفر او له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو د لګښت پیسې نه‌لري او په بې‌برخلیکۍ کې ژوند کوي.

د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس محمد عمر زبیر وايي:«په سرحد کې د ماشومانو تګ راتګ ډېر زیاد شوی، یعنې ګڼه ګوڼه یې ډېره شوې. په شپه او ورځ کې ډېر خلک را اړول کېږي، ډېر ماشومان پیدا کېږي. اوس موسسې کار نه کوي او موږ هڅه کوو چې موږ په خپله دغه ماشومان د دوی ولایتونو ته واستوو.»

څوارلس کلن شبیراحمد چې د کابل اوسېدونکی دی، هغه مهال د ایراني ځواکونو له لوري تر نیول کېدو وروسته نیمروز ته را واړول شو چې غوښتل یې له خپلې کورنۍ سره له ناقانونه لارو ایران ته سفر وکړي.

اوس د شبیر احمد کورنۍ په ایران کې ده او دی د سفر د لګښت پرته په نیمروز کې دی او نه پوهېږي چې څرنګه خپلې کورنۍ ته ورسېږي.

د کابل اوسېدونکی شبیر احمد طلوع‌نیوز ته وويل:«په پنډغالي کې بې شمېره کسان دي. کم عمره، مشران، ماشوم لرونکي، کورنۍ لرونکي، هر ډول خلک وو او حتا د خوړولو لپاره یې ډوډۍ نه‌لرله.»

د غور اوسېدونکی محب الله هم وايي:«موږ یې ونیولو، پنډغالي ته یې واستولو او پیسې مو نه‌لرلې. یوه اوونۍ کېږي چې وږي او تږي یوو.»

د بادغیس اوسېدونکی مير احمد هم څرګندوي:«موږ یې له بندر عباس څخه ونیولو او پنډغالي ته یې بوتلو، اوس د تګ کرایه نه‌لرو نه پوهېږو چې څه ډول کور ته ولاړ شوو.»

د چارو شنوونکو په باور چې په هېواد کې د بې‌وزلۍ او وزګارۍ ډېرېدل د دې لامل شوي چې هېوادوال له ناقانونه لارو کډوالۍ ته مخه کړي.

 د پوهنتون استاد محمود محمودي وویل:«کله چې افغانستان ته راځي، دلته هم د اقتصادي ستونزو او ننګونو له امله چې موجودې دي، د دې لپاره چې دغه ماشومان په خوندي توګه کورنیو ته یې وسپارل شي، د هر اړخیز ملاتړ لپاره یو میکانیزم او سیسټم شتون نه‌لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو پر بنسټ، له دوو کلونو راهيسې په هېواد کې د کورنيو د بد اقتصادي وضعيت له امله له زده‌کړو لېرې پاتې او ناقانونه کډوالۍ ته مخه کوونکو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه