د روزګان د دهراوود ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې تاریخي ابدې، د لهمنځته تللو له ګواښ سره مخ دي او له حکومته د هغو د بیارغونې غوښتنه کوي.
سلیمان تخت، سره کلا او مورچه د دې ولسوالۍ له مهمو تاریخي ابدو شمېرل کېږي. چې څه باندې زر کاله تاریخي مخنیه لري او اوس د لهمنځه تللو له ګواښ سره مخ دي.
د مورچه په نوم تاریخي کلا د روزګان مرکز ترینکوټ ښار او د دهراوود ولسوالۍ تر منځ د لارې په اوږدو پرته ده، چې لرغونتیا یې زرګونه کلونو ته رسېږي.
یو شمېر فرهنګي فعالان د دې کلا تاریخي مخینې ته په کوتو وایي، داسې ښکاري چې زرګونه کاله پخوا دلته یو کوچنی ښار موجود و.
د روزګان اوسېدونکی فضل الربي طلوعنیوز ته وايي:«په دهراوود ولسوالۍ کې ډېر تاریخي اثار موجود دي چې له ډېرو کلونو راهیسې د حکومت له خوا هغې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او اوس د ویجاړېدو په حال کې دي.»
د روزګانپوهنتون استاد عبدالشکور کریمي هم څرګندوي:«په همدې ډول تاریخي او لرغوني ځایونه لکه تخت سلیمان، مورچه کلا او سره کلا، د حکومت له خوا باید د دوی وساتنه وشي او تر کومه ځایه چې موږ شاهد یوو مورچه کلا هم احاطه شوې نه ده.»
خو د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس د خلکو اندېښنې مني او په خبره یې له شته امکاناتو په استفادې هڅه کوي چې د تاریخي ابدو رغونې او ساتنې ته پاملرنه وکړي.
د هغه په وینا، یاده موضوع یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبرۍ سره شریکه کړې ده.
د روزګان د اطلاعاتو او کلتور رییس اغا ولي قریشي وايي:«په روزګان ولایت کې تاریخي ځایونه چې دي د ساتنې ترڅنګ یې کهچېرې بیارغونې ته اړتیا ولري موږ د هغه کار پېلوو چې له مرکز سره هم مو هم دا موضوع شریکه کړې ده.»
پر دهراوود ولسوالۍ سربېره مرکز ترینکوټ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم ځينې تاریخي او لرغوني ابدې شته چې د تېرو لسیزو جګړو ورته زیانونه اړولي دي.