Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پنجشېر کې د ۲۵ مېلیو افغانیو په ارزښت د زمردو پلور

د پنجشېر ولایت چارواکي د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت له کانونو د زمردو له قانوني استخراج او د نږدې ۲۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د یو اندازه زمردو له پلور خبر ورکوي.

د دغو چارواکو په وینا، اوس اوس یې څه باندې ۱۲۰۰ قیراط زمرد ډبره دواطلبۍ ته اېښوه چې دوه سوداګر د هغه په پېر بریالي شول.

د پنجشېر والي محمد حکلیم اغا ویلي:«دوه کاونه وو، پر هغه د کانونو وزارت له خوا د ګومارل شوي پلاوي په مخ کې او په ازاده توګه د ټولو سوداګرو مخ ته په ازاده فضا کې داوطلبۍ ته وړاندې کړل شول.»

کان کېندونکی محمد حسین وايي:«زموږ د کال له پېله کابو درې اوونۍ کېږي. په درېیمه اوونۍ کې موږ ته دغه مالونه راووتل. په توکل مو په االله، له دغه کانه موږ ډېره هیله لرو.»

بلخوا ځينې سوداګر له چارواکو غواړي چې د نورو هېوادونو ته د زمردو د ډبرو د قاچاق او ناقانونه پلور مخنیوی وکړي.

د پنجشېر ولایت د ګرانبیه ډبرو د پلورونکو ټولنې مسوول حاجي فیصل وویل:«د جمهوریت په حومت کې ټول کانونه بند وو، نه د حکومت او نه هم د خلکو ګټې ته یې هوډ درلود. هوډ یې دا وو، هغه څه یې چې بند کړي وو یوازې د دولت مالیه وه؛ خو د استخراج مخه یې ونه شوی نیولای، قاچاق هم کېده.»

سوداګر محمد نعیم وايي:«پنجشېر مشهور زمرد لري، حتا تر امریکا ځي. نور چې له افریقا راځي، قیراط یې د بېلګې په توګه په زر پلورل کېږي، دا په لس زره پلورل کېږي.»

د پنجشېر ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکو د شمېرو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د زمردو څه باندې ۷۰۰ کانونه پېژندل شوي او دم‌ګړۍ په دغو کانونو کې ۷ زره تنه په کار بوخت دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه