هرات کې د کوچنیو تولیدي شرکتونو د محصولاتو نندارتون چې د کوردایډ په نوم د یوې نړۍوالې موسسې له خوا یې مالي ملاتړ کېږي او موخه یې هم کورنیو بېځایه شویو ته د کاري فرصتونو برابرول دي، جوړ شوی دی.
د څلوېښتو کوچنیو شرکتونو مسوولانو ته د دې موسسې له لوري د سوداګرۍ په برخه کې عصري زدهکړې ورکړل شوې دي چې خپل کاروبار ته وده ورکړي.
هرات کې د رونق پروژې مسوول زلمی ایثار وویل:«د پروژې اصلي موخه کارموندنه او کورنیو بې ځایه شویو او همدارنګه کوربه ټولنې لپاره د کاري زمینې برابرول دي.»
ورته مهال، ځينې هغه کسان چې په دغه پروګرام کې یې روزنه لیدلي هغه د خپلې سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګټور ګڼي.
متشبثې لینا رووفي طلوعنیوز ته وویل:«زموږه سوداګرۍ په دودیزه بڼه مخته تلله چې له نویو زدهکړو سره، وتوانېدو چې خپله سوداګري په عصري بڼه مخته یوسو. د مېرمنو لپاره ډېر ګتور و او عالي مسایل وو چې موږ له هغه برخمن شوو.»
بله متشبثه نادیه ضیایي هم وايي:«کولای شي چې خپل کار و کسب ته پرمختګ ورکړي او د دې لامل کېږي چې د مېرمنو او شرکتونو تولیدات ټولنې ته معرفي شي. او همدارنګه زموږ تولیدات زیاتوالی ومومي او نورو کسانو ته هم روزنه ورکړو.»
تمه ده سلګونه کورني بېځایه شوي په دغو کوچنیو تولیدي شرکتونو کې په دندو وګومارل شي.
د سوداګرۍ په برخه کې عصري زدهکړې د دغو شرکتونو له مسوولانو سره مرسته کوي چې خپل کاروبار ته وده ورکړي او زیات کارکوونکي په دندو وګوماري.
د لویدیځی حوزې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشری بهناز سلجوقي وویل:«هغه مېرمنې چې ملاتړ یې شوی وینوو چې پرمختګ یې کړی او حتا هغې کچې ته رسېدلي چې ګاونډیو هېوادونو ته صادرات لري. دا موضوع د دوی کفایت ښي.»
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم هم څرګندوي:«په رقابتي شرایطو کې د دا ډول پروګرامونو تطبیق د هغو کسانو د حضور لپاره چې په کار و کسب کې بوخت دي، خورا ګټور او ارزښتناکه دي.»
دا د کوچنیو شرکتونو د مسوولانو د فراغت دوولسم پړاو دی، چې د عصري سوداګرۍ په برخه کې یې زدهکړې کړې دي.
په تېرو نږدې دوو کلونو کې د دې موسسې له لوري د ۱۷۰ کوچنیو شرکتونو مالي ملاتړ شوی، څو په کور د ننه بېځایه شویو ته د کاز زمینه برابره کړي.
په دې اړه مو اندونه