د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي پلاوي تورخم ته سفر کړی او هلته یې له پاکستان څخه هېواد ته له تازه راستانه شویو افغان کډوالو سره لیدلي دي.
د یاد پلاوي غړو ویلي چې په ننګرهار او څېرمه ولایتونو کې د راستانه شویو کډوالو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د هغوی د استوګنې په برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره یې هلې ځلې پېل کړې دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، زورونې او ربړونې اړوند راپورونو له خپرېدو وروسته، هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د راتلو بهیر ګړندی شوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال، عبدالرحمن راشد په دې اړه وویل، «موږ اړ یوو چې د خپلو کډوالو لپاره په افغانستان کې ځای پیدا کړو، ژوند یې جوړ کړو. د اسلامي امارت غېږ د هغوی لپاره خلاصه ده.»
اخوا تازه راستانه شوي کډوال وايي، خوښ دي چې خپل هېواد ته ستنېږي خو له سرپرست حکومته غواړي چې د استوګنې او د کاري زمینو د برابرولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
راستون شوی کډوال شفیق الله وایي:«نه کور لرم، نه ځای لرم. په دې وطن کې زه هېڅ نهلرم. د اسلامي امارت له مشرانو غواړو چې موږ ته سرپناه برابره کړي.»
راستون شوي کډوال، عبدالبصیر د طلوع نیوز خبریال ته وویل: «کله چې راستنیږو زموږ ځای باید معلوم وي. کله چې له هغه ځای څخه کډه کوو خوب مو تښتېدلی وي. اوس اړ یوو چې د کور لپاره ځای ولټوو. نه په کامه او نه په بل ځای کې ځای لرو. »
بل راستون شوی کډوال اسدالله وایي: «زه د کندز ولایت، ژمۍ هم راروان دی او هلته واوره هم وریږي. موږ هلته هیڅ هم نه لرو، نه کار لرو نه روزګار. موږ سره باید هرډول مرستې وشي.»
د ننګرهار سیمهییز مسوولان هم وایي چې لومړی به ټولو کډوالو ته په دغه ولایت کې د لنډمهاله اوسېدو زمینه برابره شي، خو سرپرست حکومت به دغو کسانو ته د دایمي استوګنې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې هم لاس په کار شي.
د ننګرهار د والي مرستیال سعید احمد بنوری وایي:«لومړنۍ سرپناه چې ښایي خیمه یا بل څه وي دغو راستانه شویو ته به ورسېږي، موږ دا کار ترسره کوو او د هغوی د سرپناه په اړه هم پرېکړه کوو.»
د تورخم د ځایي مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، هره ورځ د تورخم دروازې له لارې په منځني ډول ۱۵۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنېږي او له لومړنيو مرستو وروسته په ټاکلو ځايونو کې ځای پر ځای کېږي.