Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته د کندهار د ۱۵ زره ټنو انارو صادرېدل

تېره اوونۍ د اوه مېلیون ډالرو په ارزښت  ۱۵ زره ټنه انار له کندهاره پاکستان ته صادر شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خونې رییس طلوع‌نيوز ته وایي دوی هڅه کوي چې په روان کال کې د دغه ولایت د انارو صادراتو زمینه د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته هم برابره کړي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رییس صديق مهمند وايي:«هغه غونډې مو چې له پاکستاني چارواکو سره لرلې دي، د لارو نه‌تړل کېدو او د مالیاتو د کمېدو غوښتونکي شوو، چې له نېکه‌مرغه موږ ته ډاډ راکړل شول.»

د کندهار د لوېدیځې ژړۍ ولسوالۍ د سنځري کلي بڼوال او سوداګر له سرپرست حکومته غواړي چې د پاکستان له لوري د لوړې مالیې د اخیستلو ستونزې د هواري په پار د هلو ځلو سربېره، د نورو هېوادونو بازارونو ته هم د انارو د حاصلاتو د صادرېدو زمینه برابره کړي.

کندهار کې بڼوال تاج محمد طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ غواړو چې زموږ انا تر لندن، جرمني، دوبۍ، قطر، سعودي او نورو هېوادونو ورسېږي، موږ ډېر خوشحاله کېږو.»

کندهار کې بل بڼوال رحمت‌الله هم څرګندوي:«زموږ غوښتنه دا ده زموږ انارو ته زیان ونه‌رسېږي او په سمه توګه هغه ځای ته ورسېږي؛ خو که‌چېرې لارې وتړل شي، زموږ انار په سمه توګه نه‌رسي.»

سودا سعدالله هم په دې هکله وویل:«له هغې چې مالیات زیات شوي، موږ ته زیان رسېږي، یعنې لګښت یې ډېرېږي. دلته انار ګران دي، نو هلته هم لګښت یې پر موږ زیاتېږي.» 

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند هم وایي چې سږکال په دغه ولایت کې د تېر کال پرتله د انارو حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګيالی سمون څرګندوي:«سږکال د تېر کال پرتله د انارو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ان‌شاالله سږکال د کندهار انار د تېر کال په څېر مرض نه‌لري.»

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په کندهار کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو بڼونه شتون لري چې د اټکل له مخې سږکال به ترې نږدې ۳۰۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه