Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار له تاریخي ځایونو د چینايي ګرځندویانو لیدنه

ځينې چینايي ګرځدویانو د تاریخي او لرغونو ځایونو د لیدو په موخه کندهار ته سفر کړی دی.

ځینې دغه سیلانیان طلوع نیوز ته وایي چې له ډیرې مودې راهیسې یې افغانستان ته د راتلو هوډ درلود او زیاتوي چې دغه هېواد، له هغه څه ډېر پرمختګ کړی چې په هکله یې اورېدلي وو.

چينایي سیلانی جانګ يوون وايي:«موږ مخکي هم غوښتل چې افغانستان ته راشو خو زمینه نه‌وه برابره، اوس چې راغلي یوو، ډېر پرمختګ وینو او هیله لرو چې افغانستان لا هم پرمختګ وکړي.»

بل چینایي سیلانی لي مېنګ هم څرګندوي:«زه به بل ځل له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته راشم، افغانستان به نور هم پرمختګ وکړي ځکه د يوې لارې او يو کمربند سترې پروژې غړيتوب لري.»

بل خوا، د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۵۰ بهرنیو سیلانیانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام الله سمنګانی وايي:«د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې له امریکا، کاناډا او همدا ډول له اروپا، اسټرالیا، له سیایي هېوادونو، عربي، چین، هندوستان، پاکستان او ایران څخه کابو ۲۵۰ بهرني ګرځندویان دغه ولایت ته راغلي دي.»

د کندهار اوسېدونکي میرویس وویل:«د افغانستان دا لرغوني ځایونه ډېر مهم دي او موږ باید د هغو ساتنه وکړو او له اسلامي امارته غواړو چې د لرغونو ځایونو د غوره ساتلو لپاره، یوه بودیجه ځانګړې کړي.»

د کندهار بل اوسېدونکی جانان هم څرګندوي:«زما هیله دا ده چې دغه تاریخي او لرغوني ځایونه وساتل شي چې له منځه ولاړ نه‌شي.» 

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د امنیت د ټینګښت سربېره، په دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره د ځینو اسانتیاوو رامنځته کول، د سیلانیانو د شمېر د زیاتېدو لامل بولي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۵۰ بهرنیو سیلانیانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه