Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هند ته د کندهار د انارو د صادراتو پېل

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي چې سږ کال به د دغه ولایت په زرګونو ټنو انار هند ته صادر شي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې، تر دې مهاله څه باندې ۳۰ زره ټنه انار د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي. 
 
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، صدیق محمد و ویل: «۳۳ زره ټنه پاکستان ته صادر شوي، څو ورځې وروسته به هند ته هم شروع شي او اوس تازه هند هم ته صادرات شروع شوي او تر اوسه ۱۰۰ ټنه هند ته صادر شوي دي.»

هند ته له افغانستان څخه ډېری صادرېدونکي انار د کندهار ولایت له ژیړۍ ولسوالۍ څخه ځي.

د تازه مېوې سوداګر وایي چې د انارو صادرات به د پاکستان په پرتله هند ته ډېر ګټه وکړي.
 
سعدالله، طلوع نیوز ته و ویل: «ورو ورو سوداګر یو له بل پسې انار صادروي او په هند کې ډېره ګټه کوو او په ښه بیه پلورل کیږي.»

سوداګر، محمد شفیق هم و ویل: « موږ انار بار کړي او د حکومت څخه مو غوښتنه ده چې نورو هېوادونو ته هم د انارو د صادرلو زمینه برابره کړي.»

له بلې خوا، یو شمېر بڼوال نړۍوال بازار ته د انارو صادرول، په اقتصادي پرمختګ کې مهم ګڼي.
 
بڼوال، عطاء جان په دې تړاو څرګنده کړه: « د تریاکو او نورو شیانو زیات دي او زموږ حاصلات زیات دي او صادرات یې باید نورو هېوادنو ته پیل شي.»
                                                                                                                                                                                                                                               
بڼوال، عبدالغني و ویل: « موږ خو غریب خلک یو نو هر هغه څوک چې کورنۍ کې ډېر غړي ولري ښه ده چې په لوړه بیه وپلورل شي. »
 
د کندهار انار چې د کورني او بهرني شهرت لرونکي دي، ډېری بڼونه یې د دغه ولایت په ارغنداب، ژیړۍ، خاک ریز او ارغستان ولسوالیو کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه