د جوزجان د اقچې ولسوالۍ د ګلها کلي غرونو په دې وروستیو کې د ګڼو کورنيو سېلانیان پام ځانته راړولی دی.
دغه سیلانیان وايي، د امنیت ټینګښت د دې سبب شوی د هېواد نورې تفریحي او سمسورې سیمې د دوی له سترګو پټې پاتې شې.
د اقچې ولسوالۍ کې د ګلها کلی د جوزجان مرکز شبرغان ښار ۱۱۰ کیلومترۍ کې پروت دی، هغه ځای چې د پسرلی موسم کې تر بارانونو وروسته ګلونه راټوکېږي او د طبیعت پر لمن عطر شیندي.
د ګلها کلی چې پر رنګارنګ ګلونو پوښل شوی، دنګ غرونه او ښکلې فضا یې د هر لیدونکي پام جلبوي.
د جوزجان اوسېدونکي، عبدالرحمن وویل:« موږ دلته د تفریح لپاره راغلي یو، د ښایسته درو، سمسورو دښتو په څېر مو ډېر جالب ځایونه ولیدل چې تر دې مو نه و لیدلي، د لیدلو وړ ځای دی.»
د جوزجان یو بل اوسېدونکي، قیام الدین قیام هم وویل: « ډېرې ښې درې لري، ډېر خلک دې ځای کې بلد نه دي او نه پوهیږي چې دلته هم داسې ښایسته ځای شته، ځکه کم خلک راځي.»
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وايي د روان کال له پیله تر دې دمه زرګونه هېوادوال دې ولایت ته ورغلي او له تاریخي او تفریحي سیمو یې لیدنه کړې.
د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس، سیف الدین معتصم په دې اړه وویل: « تاسو ګورئ چې سلګونه خلک دلته تفریح لپاره راځي او خپلې رخصتۍ دلته تېروي.»
د سیف الدین معتصم په خبره، ډاډمن امنیت او دغه ولایت کې د سېلانیانو ډېرېدو سره یې هم مهاله دوی د ګرځندوی برخه کې د اسانتیاوو په موخه پروګرامونه په لاره اچولي.