د سرپرست حکومت له لوري د هرات - غور لویې لارې جوړولو چارې پیل شوې.
د رییس الوزرأ اقتصادي مرستیال ددې لویې لارې جوړولو مراسمو ته د خبرو پرمهال ویلي، حکومت د هېواد لویو لارو جوړولو ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ د لارو جوړول هم پیلوي.
هغه وايي سرپرست حکومت د څو لویې لارو جوړولو چارې پیل کړي او په پام کې ده چې د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم په بنسټیز ډول او معیاري ډول جوړې شي.
د رییس الوزرأ اقتصادي مرستیال، ملاعبدالغني برادر و ویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد پر لویو لارو په عملي بڼه کار پیل شوی دی. د مثال په توګه د کابل-کندهار لار، د واخان دهلیز او په کابل ښار کې د سړکونو جوړولو ترڅنګ په نورو لویو ښارونو کې د سړکونو جوړول.»
د هرات - غور لویه لار د هېواد یوه مهمه لویه لار ده چې لویدیځه حوزه د بامیان او میدان وردګ له لوري پلازمینې سره نښلوي.
ددې لویې لارې جوړولو چارې د هېواد مرکزي برخو له پیچلو غرنیو سیمو په تېرېدو به وخت واخلي.
د هرات والي، نوراحمد اسلام جار څرګنده کړه: «دغه سړک ډير پیچلی دی، ډیر کار ته اړتیا لري. نړۍوال سړک دی او پرمختللې ټکنالوژۍ او ډېره پانګونه غواړي.»
دا لویه لار د پښتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو له لارې هرات له غور ولایت سره نښلوي.
د هرات - چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالوهاب و ویل: «خپلې یوې جنازې ته هم و نه رسېدو. که سفالټ له هغه لوري نه پیلیږي نو پر سړک دې یو ګلېډر جوړ او و ایستل شي.»
یو دیني عالم، صبغت الله مولوي زاده هم وايي: «که سړک جوړ شي، د دویمې لارې درې ساعته مزل به په یوولسو ساعتونو کې نه وهل کیږي. د ناروغانو ژوند به هم پر وخت ژغورل کیږي.»
د هرات غور لویه لار ۴۸۰ کیلومتره طول او ۱۲ دولس متره عرض لري چې د پنځو کلونو په اوږدو کې به جوړ شي.
ددې پروژې بودجه ۴۵۰ میلیون ډالر دي چې د افغانستان حکومت له لوري برابرېږي.