Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالطیف منصور د بخش اباد بند د چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی دی

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور فراه کې له بخش اباد بند د لیدنې پرمهال د دغه بند د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

عبداللطیف منصور وايي تر راتلونکي یو کال پورې به، د بخش اباد بند د لومړۍ برخې چارې بشپړې شي.

هغه په دې اړه زیاته کړه: « د بخش اباد بند پلي کوونکي شرکت مسوولینو ته مې وویل چې ژر تر ژره کار بشپړ کړي، چې د دغه بند کار بل کال ته ونه ځنډوي. له شرکته غواړو چې ژر تر ژره د بخش اباد بند لومړۍ برخه بشپړه کړي او د دویمې برخې کار پیل کړي.»

په همدې حال، فراه کې کروندګر چې، پرله پسې وچکالۍ ځپلي، له حکومته غواړي چې د بخش اباد بند جوړولو چارې ګړندۍ کړي.

کروندګر، رحمت الله وویل: « د بخش اباد بند له بشپړېدو سره ټول کال کولای شو له اوبو ګټه واخلو، ډېری کلونه موږ د کرنې لپاره یوازې یوه یا دوه میاشتې اوبه لرو، چې باید مدیریت شي. له حکومته د بخش اباد بند د بشپړېدو غوښتنه کوو ځکه کار یې دېر کمزوری روان دی. »

یو بل کروندګر، عبیدالله هم وویل: «د بخش اباد بند له بشپړېدو سره افغانستان ډېره ګټه کوي، افغانستان ابادیږي، ټول په کرنه بوخت کیږي. له دغه بنده ټول اوبه اخیستلی شي.»

بخش اباد بند فراه کې د کرنې پراختیا برخه کې بنسټیز رول لري.

د شنوونکو په خبره د بخش اباد بند چارو بشپړېدو سره به فراه کې د کرنې برخه کې ستر بدلون رامنځته شي.

د کرنیزو چاور شنونکي، ذبیح الله اولیازاده وویل: « د فراه بخش اباد بند ډېر مهم اقتصادي اهمیت لري. د اوبو، برېښنا او محصولاتو زیاتوالي په برخه کې بنسټیز رول لري. دغه بند کولای شي څه د پاسه سل زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي چې د هېواد اقتصاد او کرنه ورسره پرمختګ کوي.»

د اوبو او برښنا دغه بند د ۴۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د بالابلوک ولسوالۍ کې پر فراه رود سیند جوړېږي.
دغه بند له یو زره او ۳۶۰ میلیونه متر معکب اوبو زېرمه کولو، د ۲۷ میګاواټه برښنا تولید سربېره د ۱۰۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولو وړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه