Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه کارکوونکو زیاتوالی

د افغانستان ازادو خبریالانو ټولنه وايي د وروستیو کلونو په پرتله د هېواد رسنیو کې د میرمنو حضور کچه لوړه شوې.

د دې ټولنې د مسوولینو په خبره د اسلامي امارت بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد رسنیو کې شاوخوا ۶۰۰ مېرمنو کار کاوه خو په وروستي یو کال کې دا شمېره ۷۰۰ ته لوړه شوې.

د ازادو خبریالانو ټولنې استازي، معراج الدین رحیمي وویل: « افغانستان کې تر سیاسي بدلونونو وروسته ۶۰۰ ښځو په رسنیو کې کار کاوه، خو له نېکه مرغه نن ۷ سوه تنه د هېواد په بېلابېلو رسنیو کې کار کوي.»

 د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر، عطامحمد ساهو په دې اړه وویل: « افغانستان کې اوس مهال د ټولیزو رسنیو قانون پلي کیږي او هیڅ ډول بندیز نشته، موږ پّ بلخ ولایت کې ښه فعالیت لرو او ښه همغږي لرو.»
په همدې حال، یو شمېر خبریالان د مطبوعاتو ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولیزو رسنیو قانون توشیح کېدو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د دوی اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

بدخشان کې صدای بانوان راډیو چې د یوې مېرمنې له لوري اداره کیږي، دا مهال ۱۵ مېرمنې پکې د خبر رسونې په کار بوختې دي.

د بانوان راډیو مسوولې، نجلا شېرزاد وویل: « په ټوله کې په صدای بانوان راډیو کې ۱۵ نجونې فعالیت کوو، ټول پرسونل ښځې دي.»

په دغه راډیو کې یوې بلې کارکوونکې، ناجیه متین هم وویل: « هغه ننګونې چې موږ په رسنیو کې ورسره مخ یو، له ټولو مهمه یې اقتصادي ننګونې دي، ځکه زه دلته د رضاکارې په توګه کار کار کوم.»

خبریالان بیا د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت د ټولیزو رسنیو قانون د توشیح کېدو غوښتونکي دي.

کونړ کې خبریال، محمد ناصر څرګنده کړه: «موږ له حکومته غواړو چې هغه قانون چې کندهار ته د اسلامي امارت رهبر ت د توشیح لپاره استول شوی، ژر تر ژره توشیح شي، ځکه موږ نه پوهیږو څه ډول کار وکړو.»

اطلاعاتو ته نه لاسرسی او خراب اقتصادي وضعیت هېواد کې د خبریالانو نورې ستونزې دي.

په بلخ کې خبریال، سجاد موسوي وویل: « واقعاً په بې پرې توګه کار کوو، زیار باسو، هیله کوم ملاتړ مو وکړئ او له موږ سره همکار اوسئ.»

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې د مسوولینو په خبره د اسلامي امارت د بیاځلې واکمنېدو وروسته د ۳۰ نویو رسنیو فعالېدو سربېره ۲۷ نورې رسنۍ چې غیر فعاله وې بېرته فعالیت پیل کړی. ددې ټولنې د مالوماتو پربنسټ دا مهال هېواد کې د فعاله ۴۷۰ ټولیزو رسنیو کې له پنځه زره ډېر کارکوونکي په کار بوخت دي.

شریک یي کړئ