Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سرپل کې ناوې غرونو ته د کورني سیلانیانو ورتګ زیات شوی

د سرپل په آدرنګ کلي کې د ناوې غرونه، چې د ښکلو منظرو، سمسور طبیعت او پستې ځنګلونو په لرلو سره، وروستیو کې د ګڼو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

یو شمېر کورني سیلانیان چې د تفریح او چکر په موخه دې سیمې ته راغلي وایی، چې د امنیت ټینګښټ د دې لامل شوی چې دوی له دې ځایه لیدنه وکړي.

یوه سیلاني، مهتاب الدین حیدري و ویل: د دې غره ښه والی دا دی چې دا ګل او ګلزار دی، د پستې ونې او د بادام ونې دي پکې، ښه طبیعت لري او د سرپل له بیلابیلو سیمو دغه ځای ته خلک راځي.

یوه بل سیلاني، وحید الله رحماني و ویل: دلته رښتیا هم یو ښکلی غر دی چې پستې او نورې ونې او اوبه پکې دي، دلته ډېر ښکلی طبیعت دی نو د همدې لپاره یې ډېر خلک لیدو ته راځي، په ځانګړې توګه د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې.

سیلاني، محمد یاسین هم د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: دلته د پستې غره په نوم یو بل لوړ غر دی په سرپل کې، مخکې د نا امنۍ له امله نشو راتللی خو اوس له ملګرو سره چکر ته راځو. اوس شکر امنیت دی، هر څوک چکر ته راځي.

په همدې حال، د سرپل سیمه‌ییز مسوولین وایي، هره ورځ سلګونه کورنۍ سیلانیان د دغه ولایت له بېلابېلو برخو لیدنه کوي او په خبره یې هڅه کوي، چې پر کورنیو سیلانیانو سربېره، د بهرنیو سیلانیانو ورتګ لپاره هم اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، ایام الدین یولداش و ویل: دلته ډېرې ښکلې سیمې، سیاحتي ځایونه او لرغونې او تاریخي ابدې دي، په بیلابیلو فصلونو کې له بیلابېلو سیمو دلته خلک راځي، د اسلامي امارت له لوري چې کوم امنیت راغلی له هغې په استفادې دلته خلک راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پسرلي موسم په راتلو د هېواد په ګوټ ګوټ کې دښتې سمسورې او رنګارنګ ګلونه غوړېدلي چې ورسره سم، تفریحي سیمو ته د خلکو تګ زیات شوی او د پسرلي موسم له ښکلې هوا خوند اخلي.

د سرپل سیمه‌ییز مسوولین وایي، سلګونه کورني سیلانیان د دغه ولایت له بېلابېلو برخو لیدنه کوي او هڅه کوي، چې د بهرنیو سیلانیانو ورتګ لپاره هم اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

تصویر بندانگشتی

د سرپل په آدرنګ کلي کې د ناوې غرونه، چې د ښکلو منظرو، سمسور طبیعت او پستې ځنګلونو په لرلو سره، وروستیو کې د ګڼو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

یو شمېر کورني سیلانیان چې د تفریح او چکر په موخه دې سیمې ته راغلي وایی، چې د امنیت ټینګښټ د دې لامل شوی چې دوی له دې ځایه لیدنه وکړي.

یوه سیلاني، مهتاب الدین حیدري و ویل: د دې غره ښه والی دا دی چې دا ګل او ګلزار دی، د پستې ونې او د بادام ونې دي پکې، ښه طبیعت لري او د سرپل له بیلابیلو سیمو دغه ځای ته خلک راځي.

یوه بل سیلاني، وحید الله رحماني و ویل: دلته رښتیا هم یو ښکلی غر دی چې پستې او نورې ونې او اوبه پکې دي، دلته ډېر ښکلی طبیعت دی نو د همدې لپاره یې ډېر خلک لیدو ته راځي، په ځانګړې توګه د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې.

سیلاني، محمد یاسین هم د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: دلته د پستې غره په نوم یو بل لوړ غر دی په سرپل کې، مخکې د نا امنۍ له امله نشو راتللی خو اوس له ملګرو سره چکر ته راځو. اوس شکر امنیت دی، هر څوک چکر ته راځي.

په همدې حال، د سرپل سیمه‌ییز مسوولین وایي، هره ورځ سلګونه کورنۍ سیلانیان د دغه ولایت له بېلابېلو برخو لیدنه کوي او په خبره یې هڅه کوي، چې پر کورنیو سیلانیانو سربېره، د بهرنیو سیلانیانو ورتګ لپاره هم اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.

د سرپل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، ایام الدین یولداش و ویل: دلته ډېرې ښکلې سیمې، سیاحتي ځایونه او لرغونې او تاریخي ابدې دي، په بیلابیلو فصلونو کې له بیلابېلو سیمو دلته خلک راځي، د اسلامي امارت له لوري چې کوم امنیت راغلی له هغې په استفادې دلته خلک راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پسرلي موسم په راتلو د هېواد په ګوټ ګوټ کې دښتې سمسورې او رنګارنګ ګلونه غوړېدلي چې ورسره سم، تفریحي سیمو ته د خلکو تګ زیات شوی او د پسرلي موسم له ښکلې هوا خوند اخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه