هرات ښار کې مطالعې ته د ځوانانو هڅونې په موخه د کتاب نندارتون جوړ شو.
د سړک پر غاړه دغه نندارتون کې تر ډېره له ښوونځيو محرومو نجونو ګډون کړی دی.
لاله صحرا چې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازو تر تړلو وروسته له زده کړو پاتې شوې د خپلې خوښې وړ کتابونو پیرلو لپاره دغه نندارتون ته راغلې.
هغه وايي، له زده کړو محرومېدو هغه له کتاب او مطالعې لرې کړې نه ده.
زده کړیالې، لاله صحرا وویل: « زه په دویم سمسټر کې وم چې د ځینو ستونزو له امله پوهنتون وتړل شو، مطالعې سره مینه لرم، د پوهنتونو د تړلو سربېره هم له کتابه نه یم لرې شوې.»
د نندارتون ترتیب کوونکي، عبدالله مومني هم وویل: « د کتاب نندارتون په لاره اچوال د دې ښکارندوینه کوي چې ټولنه یوه پوه او کلتوري ټولنه ده او دغه ټولنه کې امنیت شته.»
ډېری ځوانان وايي له مطالعې سره لېوالتیا لري خو د خوښې وړ کتابونو د پېرلو وس نلري.
دوی په دې باور دي چې د افغانستان روښانه راتلونکي لپاره باید خلک په ځانګړې توګه ځوانان مطالعې ته مخه وکړي.
د هرات اوسېدونکي، محمد صفت مشفق وویل: « ځوانانو لپاره مطالعه ډېره ګټوره ده څو څه زده کړي.»
زده کړیال، نجیب الله محمدي هم وویل: « مطالعه د دې لامل کیږي چې ډېر زموږ ذهن د پخوانیو او راتلونکو مسایلو په اړه پوه شي.»
د سړک پر غاړه د کتابونو دغه نندارتون داسې مهال جوړېږي چې د یو شمېر کتاب پلورونکو په خبره هرات کې د نورو کلونو په پرته د کتاب پلور بازار سوړ شوی.
د نجونو پر وړاندې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو تړل د دغه بازار د سړېدو یو لامل ګڼل کیږي.