هرات کې د خلکو له لوري هېواد کې د وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې کمپاین پیل شو.
د دغه ولایت اوسېدونکي تر خپله وسه له سیلاب ځپلو سره مالي او غیر مالي مرستې کوي او ورپسې یې سیلاب ځپلو ته استوي.
د مرستو ټولولو دغه کمپاین کې هېوادوال له سیلاب ځپلو سره د نغدو پیسو، کالیو، کمپلو او کېږدیو مرستې کوي.
ددغه کمپاین تنظیم کوونکو په خبره تېره ورځ ددې ولسي مرستو یوه جوپه یې د غور سیلاب ځپلو ته استولې.
د مرستې ټولولو کمپاین مسوول، عبدالقدوس خطیبي و ویل : «دا مو خپله شرعي او دیني دنده ګڼلې چې څه مو له وسه پوره وي، هڅه به یې په تړاو کوو. موږ خپله هڅه کوو چې خپلو هېوادوالو ته په بحراني حالت کې مرسته برابره کړو.»
رامز له سیلاب ځپلو سره د مرستو راټولولو کمپاین ته دوه کمپلې او کالي راوړي.
د هغه په خبره، په اوسني حالت کې چې سیلاب ځپلو په بغلان، تخار، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې هرڅه له لاسه ورکړي، اړتیا ده چې هېوادوال تر خپل وس پورې د هغوی لاسنیوی وکړي.
د هرات اوسېدونکي، رامز یوسفي طلوعنیوز ته و ویل: «په افغانستان کې د زلزلو او سیلابونو په څېر ډیرې ناوړې پېښې رامنځته شوې او زموږ وس همدومره دی چې کمپلې او کالي مو راوړې دي، ځکه دا د خدای پر وړاندې ورک نه دي.»
د هرات یو شمېر اوسېدونکي له هېوادوالو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې له سیلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
د هرات اوسېدونکي، حفیظ الله و ویل: «تر څو چې زموږ وس رسیږي باید د هغوی لپاره مرستې برابرې کړو. زموږ وروڼو د زلزلې پر مهال موږ سره مرسته وکړه او اوس زموږ نوبت دی.»
د هرات اوسېدونکي، خالد و ویل: «خلک چې څومره وس لري باید مرسته وکړي، که کمپلې وي او که کالي وي.»
د وروستیو سیلابونو له امله په بغلان، تخار، غور، بدخشان، سمنګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې سلګونو تنو ژوند بایللی.
ددغو ولایتونو اوسېدونکو دا ډول استوګنیز کورونه، مالونه، کرنیزې ځمکې، څاروي او بڼونه هم په دې سیلابونو کې له لاسه ورکړي او په بېړني ډول مرستو ته اړتیا لري.